لټون

د اوسېدو اقامه

یوه اجازه چې یو نفر یې لازماً باید ولري تر څو یو داسې هیواد کې ژوند وکړی شي چې د هغې تبع نه وي. اکثره هیوادونه په هغو بهرنیو اتباعو محدودیتونه تطبیقوي چې د هغوی په هیواد کې ابادېدل یا کار کول غواړي.

د اعتماد کس

داسې څوک چې تاسو پرې اعتماد کوئ او څوک چې تاسو سره په خپل مسلکي ظرفیت کې کار کوي (روانشناس، معلم، ټولنیز کارمند او داسې نور).

غیبېدل

(د مؤقت وخت لپاره) ځان بټول. د مهاجرت دفتر مختلفو عملونو ته د 'غیبېدلو' د یوې بڼې په سترګه ګوري.

دولتي ودانۍ

حکومتي ودانۍ چې په ازادۍ ورته لاسرسی کېدلی شي. تاسو دغلته د معلوماتو یا نورو خدمتونو لپاره ورتللی شئ.

پولیس

پولیس یو دولتي خدمت دی. پولیس عامه نظم او امنیت ساتي، د جنايي جرمونو تفتیش کوي او مرسته وړاندې کوي.

د نوم لیکنی سند (AI) / نارنجي کارت

د ثبت نام سند (AI) یا نارنجي کارت یوه موقته د اقامې اجازه ده چې تاسو ته نړیوال حفاظت لپاره د درخواست ورکوونکي (پناهنده) په صفت درکول کېږي. په دغه سند دا هم لیکلي وي چې ته کار کولی شې که نه.

که تاسو ضمیمه 26 لرئ نو تاسو د ښاروالۍ څخه AI ترلاسه کولی شئ. که تاسو دوباره درخواست ورکړی وي، نو تاسو ته یوازې هغه وخت AI درکړی شي چې CGVS/CGRA ستاسو درخواست د اخیستلو وړ اعلان کړي. 

الکترونیکي د خارجي تبع کارت

که تاسو د بلجیم تبع نه یاست او بلجیم کې د اوسېدو حق لرئ، نو تاسو ته به یو داسې الکترونیکي د هویت کارت درکړی شي چې بهرنیو اتباعو لپاره وي. 

د ماشوم امتیاز

په فلاندر کې 'Groeipakket' ('د غټېدو پیکج'). د ماشومانو 18 کلنۍ پورې غټولو په مصارفو کې یوه اندازه کومک دا مبلغ د ماشوم په عمر او د اوسېدو په ځای اتکاء لري.

وکالتنامه

وکالتنامه یو لیکلی واک دی چې په کوم تاسو یو چا ته واک ورکوئ چې ستاسو لخوا (قانوني) کارونه ترسره کړي.

د کرایې ضمانت

د پیسو یو مبلغ چې کرایه دار یې د کرایې د قرارداد په پیل کې د هغه په نوم ټاکل شوي حساب کې تادیه کوي. د کرایې د مودې په ختمېدو سره به کرایه دار ته دغه پیسې بېرته ورکول کېږي که چیرې هغه د کرایې د موافقې لاندې ټول مکلفیتونه پوره کړي وي.