لټون
ناخالصه تنخوا
د تنخوا اندازه مخکې له دې چې مالیې پر وضع شي
مهاجر
تاسو هغه وخت د مهاجر په صفت قبول شوي یاست چې نړیوال حفاظت لپاره مو درخواست ورکړی وي او د جنیوا کنوانسیون په شرایطو پوره یاست.
یو قبول شوی مهاجر د 5 کلونو د محدودې مودې لپاره د اوسېدو اجازه ترلاسه کوي. د 5 کلونو نه وروسته تاسو ته د تل لپاره اقامه درکول کېږي، په دې شرط چې CGVS/CGRA په دغې موده کې ستاسو قبولي بېرته نه وي اخیستې.
ژبنۍ ټولنیې
بلجیم درې رسمی ملي ژبې لري: هالنډي، فرانسوي او آلماني. بلجیم د 3 ژبنیو ټولنو څخه جوړ شوی دی: د هالنډۍ ژبې والا ټولنه، د فرانسوۍ ژبې والا ټولنه او د آلمانۍ ژبې والا ټولنه.
ستره محکمه
تاسو بهرنیانو لپاره د قضايي دعوو د قانون د شورا (RvV/CCE) د پرېکړې خلاف سترې محکمې ته د اپیل درخواست ورکولی شئ. ستره محکمه ګوري چې آیا RvV/CCE ټول قانوني مکلفیتونه پوره کړي دي که نه. د یوې قضیې منځپانګه نه معاینه کېږي.
اساسي قانون
د بلجیم اساسي قانون هغه قانون دی چې د بلجیم د ریاست اساسي پرینسپونه پکې شامل دي. په دې کې ټول بنیادي حقونه شامل دي.
مثبته پرېکړه
نړیوال حفاظت لپاره د درخواست (پناهندګۍ درخواست) مثبت ځواب ترلاسه کول. تاسو د مهاجر په صفت قبول شوي یاست یا درته فرعي حفاظت درکړل شوی دی. تاسو د اوسېدنې حق لرئ.
کمک ته اړتیا
د کومک اړتیا لرل، چی تاسی په خپله نشی حل کولی. یو د CPAS/OCMW ښايی قضاوت وکړي چې تاسو محتاج یاست که چیرته د لاندې چارو د ترسره کولو توان نلرئ: د اوسېدو ځای پیدا کول، خواړه پیدا کول، کالي اغوستل، د نظافت خیال ساتل، او یا که تاسو روغتیايي پاملرنې ته لاسرسی نلرئ.
قانوني کول
د یوې سند د اصلیت د معلومولو پروسه. قانوني کول یو رسمي تصدیق دی چې په سند شوی لاسلیک او پرې لګېدلې ټاپه اصلي دي.
قانوني کول د سند د بڼه په اړوند وي، خو دا نه تصدیقوي چې منځپانګه یې صحیح ده.
LGBTQIA+
LGBTQI د ښځینه همجنسبازه، نارینه همجنسبازه، دوه جنسبازه، ترانسجندر، کویر او بین الجنس مخفف دی. + د نورو ټولو جنسیتونو پیژندنې او جنسي تمایلاتو ته اشاره کوي چې تر اوسه ندي تشریح شوي.
د مهاجرت دفتر (DVZ/OE)
هغه دولتي اداره چې د بهرنیو اتباعو د هیواد منطقې ته د لاسرسي، اقامې، ابادۍ او ویستلو مسوولیت په غاړه لري. تاسو نړیوال حفاظت لپاره خپل درخواست د مهاجرت د دفتر سره راجستر کوئ.
آیا ته زیرسن یې (د 18 کالو نه کم) او بلجیم ته بغیر د موروپلار یا قانوني سرپرست نه راغلی یې؟ نو بیا ته یو ځانته خارجي ماشوم ګڼل کېږې.
پناهندګان د یو ترجمان د کومک غوښتنه کولی شي. هغوی به معلومات په هغې ژبه کې ترجمه کوي چې پناهنده پرې پوهېږي.
پناهندګان د استوګنې د مرکز دننه او همداراز بهر فعالیتونو کې برخه اخیستلی شي.
د ثانوي زده کړو د شهادتنامې د ترلاسه کولو نه وروسته ته په پوهنځي یا پوهنتون کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکولی شې. د لوړو زده کړو نتیجه د کاربازار لپاره دپلوم وي: معلم، نرسه، حسابدار، وغیره.
په بلجیم کې واده کول یو ازاد انتخاب دی، ته په خپله دا تصمیم نیسې چې ایا واده کول غواړې که نه او که غواړې یې نو چا سره. زمونږ هیواد کې د یو جنس خلک هم یو بل سره واده کولی شي. دواړه پارټنران باید لږ تر لږه 18 کلن وي.
معیارونه او نورمونه هغه د چلند مقررات دي چې هر څوک یې باید په مشخصو وضعیتونو کې احترام وکړي. یو معیار په واضح ډول تعینوي چې ته څه کولی شې او څه نشې کولی.
که ته خپل فامیل کې د تشویشونو، جنګونو یا مشکلاتو له امله خوشحال نه یې، نو داسې خدمتونه شته چې کومک درسره کولی شي. د خپلو مشکلاتو په اړه ورسره خبرې وکړه.
د استوګنې د ځایونو د نشتوالی له امله، فیدازیل ممکن تر یو څه وخته پورې د استوګنځې لپاره ستاسو د درخواست ارزونه ونه کړاۍ شي. زیان منونکو کسانو ښځې او ماشومانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.