لټون
قضايي قوه
ټولې محکمې او عدالتونه چې په قانون د عمل کولو نظارت کوي.
ناخالص معاش/خالص معاش
معاش هغه پیسې دي چې یو څوک یې د خپل کار نه ګټي. هغه مبلغ چې مالیه یې ترې لا نه وي کسر شوې ناخالص معاش بلل کېږي. د مالیې د کسر کېدو نه وروسته مبلغ خالص معاش دی.
تقاعد
خلکو لپاره مالي ملاتړ کله چې هغوی خپله وظیفه سر ته ورسوي. بلجیم کې د تقاعد عمر 65 کاله دی.
پاملرنه کوونکی فامیل
د موروپلار په صفت پاملرنې مانا داده چې یو څوک د بل چا د ماشوم پاملرنه کوي او غټوي یې. دا هغه وخت کېدلی شي چې د ماشوم موروپلار (په مؤقت ډول) خپل ماشوم په خپله نشي غټولی.
د اقامې پروسیجر
یو پروسیجر چې دې لپاره پیل کړی شوی وي تر څو بلجیم کې د اوسېدو حق ترلاسه کړی شي.
زیر سن
یو تن چې عمر یې د 18 کالو نه کم وي.
راډیوګرافي
راډیوګرافي د ایکسری په کارولو سره د بدن دننه د عکس اخیستلو یوه طریقه ده.
د اروپايي اقتصادي منطقې هیوادونه
- بلجیم
- بلغاریه
- قبرص
- ډنمارک
- آلمان
- ایستونیا
- فنلینډ
- فرانسه
- یونان
- هنګري
- ایرلینډ
- آیسلینډ
- ایټالیه
- کروشیا
- لتویا
- لیشتنشتین
- لیتوانیا
- لکسمبرګ
- مالټا
- هالینډ
- ناروی
- اوتریش
- پولینډ
- پورتګال
- رومانیا
- سلوینیا
- سلوواکیا
- هسپانیه
- چیک جمهوریت
- برتانیه (انګلستان، سکاټلینډ، ویلز او شمالي آیرلینډ)
- سویډن
د استوګنې ځای
اساسي ځای هغه دی چیرته چې یو فامیل یا یو مجرد نفر عموماً ژوند کوي. یو فامیل ښايی د خپلوانو (د فامیل د غړو) نه جوړ وي او/یا داسې کسانو نه چې خپلوان نه وي (مثلاً دوستان، د ژوند شریکوال او داسې نور).
د پناهندګۍ خدمتونه
د مهاجرت دفتر (OE/DVZ)، مهاجرینو او بې ریاسته کسانو لپاره عمومي کمیساري (CGRA/CGVS)، د بهرنیانو د قانوني محکمې شورا (CCE/RvV).
بلجیم 1 فدرالي حکومت او 5 محلي حکومتونه لري. هر حکومت د خپلو قوتونو والا یو شمېر وزیران لري.
ایا تا تنخوا لرونکی کار پیدا کړی دی؟ مبارک! تاسې ښايي اړ شئ چې د خپل استوګنځي لپاره د استوګنې په مرکز کې ګډون وکړئ. په دې اړه له خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
په بلجیم کې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکولو موضوع (پناه غوښتنه) ځینې وختونه کړکیچن وي. تاسو کولی شئ د خپل ټولنیز معاون، یوې اتحادیې یا وکیل څخه د کومک غوښتنه وکړئ.
که تا سره د اوسېدو لپاره اعتبار لرونکي اسناد نه وي، نو بیا ته بلجیم کې د اوسېدو د قانوني اقامې نه غیر اوسېږې. تا سره حکومت هیڅ مرسته نه کوي او د کار کولو اجازه نلرې.