لټون
فامیل سره یوځای کېدل
د فامیل د هغو غړو سره بېرته یو ځای کېدل چې شرایطو، اکثر مهاجرت، یو بل نه جلا کړي وي. که تاسو د مهاجر په صفت قبول شوي یاست یا که تاسو قانوني اقامه لرئ، نو د ځینو خاصو شرایطو لاندې کولی شئ چې د فامیل غړي مو بلجیم ته راشي.
د اقامې ځواب
د اقامې ځواب هغه شرایط ټاکي د کومو لاندې چې یو تن په بلجیم کې اوسېدلی شي. دا کېدلی شي چې مؤقت یا د تل لپاره وي.
د اقامې په ټولو ځوابونو حقونه او محدودیتونه تطبیقېږي. د اقامې ځواب د نورو شیانو تر څنګ دا خبره ټاکي چې آیا ته دلته کار کولی شې که نه؛ آیا بل کوم هیواد ته سفر کولی شې که نه؛ دا چې آیا د فامیل غړي دې راوستلی شې که نه.
د خلکو قاچاقبر
هغه څوک چې خلک په غیر قانونی توګه د ډېرو پیسو لپاره د پولې نه اړوي. قاچاقبر عموماً ټرانسپورټ، خواړه، سرپناه، او (جعلي) اسناد برابروي. د خلکو قاچاقبران دې لپاره ډېرې پیسې غواړي. ځینې د خلکو قاچاقبران خپل مشتریان خوشې کوي.
کورنی تاوتریخوالی
په کورني یا فامیلي دایره کې ترسره شوی تاوتریخوالی. اړینه نده چې تاوتریخوالی کور کې ترسره شوی وي.
جریمه
جریمه د پیسو یو مبلغ وي چېپه تاسو یې ادا کول لازمي وي که چیرته تاسو کومه غیر قانونی کار کړې وي. د بیلګې په توګه: د موټرچلولو پر مهال د تېزرفتارۍ جریمه.
عمومي معالج
یو ډاکټر چې په روغتون کې کار نه کوي او کوم چې د طب په کومه خاصه برخه کې تخصص نلري. که تاسو مریض یاست یا طبي مشکل لرئ نو عمومي معالج مو د تماس لومړۍ نکته ده.
د شریک اوسېدو قرارداد
د شریک اوسېدو قرارداد د دوه یا زیاتو کسانو چې په یو کور کې شریک ژوند کوي ترمینځ موافقه ده.
د روزګار دفتر
د روزګار یو دفتر به تاسو سره د کار په موندلو کې کومک کوي. د بیلګې په توګه: VDAB، Actiris، Forem.
د کرایې قرارداد
یو کور لپاره د کور د څښتن او کرایه دار ترمینځ موافقه. د کرایه دار په صفت قانون ستاسو حفاظت کوي.
د روغتیايي بیمې بودیجه
یوه داسې اداره چې تاسو ته روغتیايي بیمه درکوي. د روغتیايي بیمې بودیجه مختلف خدمتونه وړاندې کوي: د صحي مصارفو ټول یا یوه برخه پیسې بېرته ورکول، روغتیايي پاملرنه، که کار نشئ کولی نو مرسته، او داسې نور. د یوې روغتیايي بیمې د بودیجې سره تړون بلجیم کې اجباري دی.
احترام په بلجیم کې یو مهم اساس دی. ته باید د قانون، نورو خلکو، څاروو او املاکو احترام وکړې.
پناهندګانو ته حفاظت لپاره د هغوی د درخواست د معاینې پر مهال استوګنځی ورکول کېدلی شي.
آیا تاسو خارجي ډپلومه لرئ؟ NARIC فلاندر د هغو خلکو خارجي ډپلومې رسمي کوي کوم چې فلاندر کې کار یا زده کړې کول غواي.
د موټر چلولو لپاره لازمي ده چې د موټر چلولو یو اعتبار لرونکی بلجیمی یا نړیوال لېسنس ولرئ. که تاسو په خپل وطن کې مخکې نه د موټر چلولو لېسنس اخیستی وي، نو دغه لېسنس نه بلجیم کې د موټر چلولو د لېسنس د درخواست ورکولو لپاره استفاده کولی شئ. که تاسو تر اوسه د موټرچلولو لېسنس نه لرئ، نو لازمه ده چې د موټروانۍ امتحان ورکړئ.
په بلجیم کې د صحي بیمېاخیستل اجباري دي. که تاسو مریض یاستئ نو د صحي بیمې بودیجه د صحي مصارفو یوه لویه برخه ادا کوي. که تاسو د مریضۍ سا کومې پېښې له امله د کار کولو توان نلرئ، نو د معاش په ځای به مالي جبران درکول کېږي.