لټون
خالصه تنخوا
هغه اندازه تنخوا چې تاسې یې د مالیې له ورکړې وروسته په خپل حساب کې ترلاسه کوی
پناهندګي
نړیوال حفاظت هغه حفاظت چې د یو ریاست لخوا یو داسې چا ته ورکړی شوی وي چې خپل اصلي وطن یې د مهاجر په صفت خوشې کړی وي.
مادي مرسته
د پیسو نه غیر نورو شیانو په ورکولو سره مرسته کول: خواړه، سرپناه، کالي او داسې نور. دا هغه مرسته ده چې فیدازیل یې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکو سره کوي کله چې د هغوی درخواست معاینه کېږي.
ضمیمه 26 (quinquies)
هغه سند چې تاسو یې نړیوال حفاظت لپاره د درخواست داخلولو نه وروسته د مهاجرت د دفتر څخه ترلاسه کوئ.
توقیف خانه
یو مرکز چیرته چې رد شوي درخواست ورکوونکي او نور بې اسنادو کسان توقیف کېږي تر څو ډیپورټ کړی شي.
ډیپورټ کېدل
که تاسو قانوني اقامه نلرئ، نو یو هیواد تاسو ډیپورټ کولی شي. تاسو به بېرته خپل اصلي وطن ته او یا بل کوم هیواد چیرته چې تاسو قانوني ژوند کولی شئ ته واستولی شئ.
جبري واده
د دوو کسانو ترمینځ داسې واده چې په هغې کې لږ تر لږه یو تن په ازادۍ او په پوره رضایت واده نه وي کړی. په بل عبارت، د فزیکي او اخلاقي اجبار لاندې یو واده.
سرپرست لرونکی ماشوم
یو داسې تن چې عمر یې د 18 کالو نه کم وي او موروپلار یا قانوني سرپرست ورسره وي.
د جنسي اندام غوڅېدل
د جنسي اندام غوڅېدلو کې د ښځینه جنسي اندامونو د لیرې کولو یا غوڅولو ټولې بڼې چې د طبي اړتیا نه غیر وي شاملې دي.
اپیل کول
'اپیل کول' په دې مانا چې یو څوک په یوه پرېکړه، د بېلګې په توګه د پناهندګۍ د خدمتونو (CGVS/CGRA یا د مهاجرت دفتر) په پرېکړه اعتراض کوي. ډېر پناهندګان هغه وخت دا کوي چې کله ورته وویل شي چې بلجیم کې نشي پاتې کېدلی.
د شخصي مرکې په جریان کې به تاسو واضح کړئ چې ولې تاسو خپل اصلي هیواد پریښود او ولې تاسو بیرته ستنیدلی نه شئ ېا ېې نه غواړئ چې ستانه شئ.
پناه غوښتونکي د ښه راغلاست په مرکز کې یو انداره پیسې هم ګټیلی شئ که چیرې له کارکونکو سره مرسته وکړئ.
CGVS/CGRA ستاسو متبادل حفاظتختمولی شي. دا ستاسو د قبولۍ په لغوه کولو یا بېرته اخیستلو کېدلی شي.
پناهندګان د CGVS/CGRA پرېکړه به یو خط کې ترلاسه کوي چې د پوسټ له لارې لېږل شوی وي.
که د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو د استوګنې په مرکز کې نه اوسئ، تاسو بیا هم صحې مرستې ترلاسه کولی شئ.
په بلجیم کې د وړي پرمهال ګرمي زیاته ده او خلک تازه اوبه غواړي. یوازي په هغه ځای کې ځان ومینځئ چې خوندیتوب ولري، او هغه ځای کې ته چې تاسو پکې لامبلی نشئ مه ورځئ.
حفاظت لپاره د درخواست د داخلولو نه وروسته به د مهاجرت دفتر خپلو دفترونو ته وغواړي چې خپل درخواست په رسمي توګه 'داخل' کړئ.
بلجیم هغو ښځو ته خاصه توجه کوي چې د نړیوال حفاظت یانې پناهندګۍ درخواست ورکوي. CGVS/CGRA سره د مرکې پر مهال، د مرکې پر مهال دا مهمه ده چې تاسو د هغو مشکلاتو په باره کې خبرې وکړئ د کومو نه چې مو د ښځې په صفت فرار کړی دی.
پناهندګان کولی شي چې د یو ډاکټر د مرستې غوښتنه وکړي.