لټون
طبي اسناد
یو طبياسناد د یو ډاکټر لخوا د طبي معاینې نه وروسته جوړېږي. ځینې وختونه تاسو د خپل بیان یا ځینو حقیقتونو د ثابتولو لپاره یو طبي اسناد ته اړتیا لرئ یا د طبي اسناد نه استفاده کولی شئ.
وکیل
وکیل یو داسې څوک وي چې تاسو ته ستاسو د پناهندګۍ د پروسیجر یا نورو قانوني پروسیجرونو په اړه مشوره درکولی شي. وکیل په محکمه کې ستاسو نمایندګي او دفاع کولی شي.
LAO / BJB / BAJ
د قانوني مرستې دفتر.
RvV/CCE
بهرنیانو لپاره د قضايي دعوو د قانون شورا. RvV/CCE خپلواکه اداري محکمه ده چیرته چې تاسو د مهاجرت د دفتر یا CGVS/CGRA د پرېکړې خلاف د اپیل درخواست ورکولی شئ.
د جنیوا کنوانسیون
د مهاجرینو په اړه کنوانسیون (1951) د بلجیم په شمول 150 هیوادونو لخوا لاسلیک شوی و. ددې کنوانسیون په لاسلیک کولو سره دغو هیوادونو ژمنه وکړه چې د هغو خلکو حفاظت به کوي د کومو چې خپلو هیوادونو کې حفاظت نه کېږي. ددې کنوانسیون پر اساس یو تن د مهاجر په صفت قبلېدلی شي. په مهاجرینو لازمه ده چې په دې شرایطو پوره وي: د خپل هیواد نه بهر وي، د اذیت او تعقیب د ډار دلیل لري خپل هیواد نه د حفاظت د غوښتلو توان یا لېوالتیا نه لري. د اذیت او تعقیب دلیل لازمه ده چې د لاندې څخه یو وي: ذات، دین، تابعیت، سیاسي باور یا ټولنیزه ډله.
نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکی
پناهنده. یو تن چې خپل هیواد نه تښتي او په بل هیواد کې د حفاظت غوښتنه کوي. هغه یو هیواد نه د نړیوال حفاظت (پناهندګۍ)غوښتنه کوي.
پارلمان
بارلمان د بلجیمي اتباعو لخوا انتخابېږي او د قوانینو په جوړولو او تصویب کولو کې مهم رول لوبوي.
د پناهندګۍ پروسیجر
د نړیوال حفاظت د درخواست په اړه پروسیجر. ټول هغه قدمونه چې تاسو ترې د نړیوال حفاظت ترلاسه کولو لپاره تېرېږئ: د فورمو ډکول، مرکه(مرکې)، د ځواب لپاره انتظار.
حفاظتي افسر
د CGVS/CGRA د عملې غړی څوک چې د مرکې پر مهال تاسو نه پوښتنې کوي او څوک چې ستاسو په قضیه کار کوي.
سیاسي رژیم
په یو هیواد کې د حکومت کولو طریقه. په یو جابرانه سیاسي رژیم کې خلک څه چې فکر یې کوي نشي ویلی. په ورځپاڼو کې هغه څه نشي لیکلی چې لیکل یې غواړي. که د رهبرانو په څېر فکر ونکړي او هغه څه چې هغوی یې وايي ونه وايي نو کېدی شي چې زندانیان شي یا حتی ووژل شي.
که تاسو غواړئ چې د پناه غوښتنې لپاره غوښتنه وکړئ، نو نوم لیکنه لومړئ مرحله ده.
که تاسو په خارج کې کومه ډپلومه ترلاسه کړې وي او په والونیا یا بروکسل کې کار کول غواړئ، نو کولی شئ چې ستاسو ډپلومه په رسمیت وپېژندل شي. څنګه؟ په تاسو لازمه ده چې د والونیا-بروکسل فیډریشن لخوا ستاسو د ډپلومې د 'معادل' درخواست ورکړئ.
CGVS/CGRA ستا د مهاجر په صفت قبوليختمولی شي، د بېلګې په توګه که ته یو نوی تابعیت ولرې او یا هغه هیواد ته د اوسېدو لپاره لاړ شې چیرته چې ته د تعقیب نه ډارېدلې. که تا د تفتیش پر مهال دوکه کړې وي نو CGVS/CGRA ښايي ستا قبولي بېرته واخلي.
ته نړیوال حفاظت لپاره د خپل درخواست د پروسیجر د درولو پرېکړه کولی شې.
که ستا د پناهندګۍ د درخواست د کتل کېدو پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې، نو تا سره به کومه مالي مرسته نه کېږې. ته البته د صحي مرستېحق لرې.
پناهندګانو باندې لازمه ده چې د استوګنې د مرکز د مقرراتو احترام وکړي.
بلجیم په 10 ولایتونو تقیسم شوی دی. هر ولایت یو مرکز لري. بروکسی د بلجیم پایتخت دی.
بلجیم کې د کار او تعلیم کولو او خلکو سره د تماس نیولو لپاره درباندې لازمه ده چې ژبه زده کړې. په بلجیم کې د هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبې کورس ویلی شې، کوم چې د نوو رارسېدلو هغو خلکو لپاره جوړ شوي چې دا یې مورنۍ ژبې ندي.
ایا ته کار پسې ګرځې؟ د کارموندې د یو اژانس سره ثبت نام وکړه.
په بلجیم کې اجازه نشته چې په عامه ودانیو، د کار په ځای، کیفې ګانو یا رستورانونو او د هرکلي مرکز کې سګریټ وڅکئ. خو په لاره کوڅه یا ازاد هوا کې سګریټ څکلی شې.