لټون

وابستګان

هغه کسان چې په مالي توګه تاسو باندې وابسته وي. تاسو ښايي وابسته ماشومان یا نور کسان (موروپلار) ولرئ.

بیا میشته کیدل

یو پروسیجر په کوم کې چې مهاجرین د یو داسې هیواد نه انتخاب کېږي او وړل کېږي چیرته چې هغوی حفاظت غوښتلی و یو بل هیواد ته کوم چې مخکې نه هغوی ته د مستقلې اقامې د حق ورکولو سره موافقه کړې وي.

موسمي کار

کار د کال یوازې لنډ او محدوده موده کې ترسره کیږي. په بلجیم کې د موسمي کار مثالونه د میوې راټولول او د سبزیانو درمن کول دي.
موسمي کارګر یو سړی یا ښځه ده څوک چې موسمي دنده کوي. کارګومارونکی ترډیره د موسمي کارګر لپاره لنډمهاله استوګنه برابروي. 

د رمې معافیت

د رمې معافیت هغه مهال رامینځته کیږي چې ډیر خلک د ویروس پروړاندې مقاومت پیدا کړي. پدې سره د ویروس لپاره نور خپریدل سختیږي.

ملې شمېره

ملي شمېره د پیژندنې یوه ځانګړې شمیره ده (11 عددونه) چې په بلجیم کې راجستر شوي اشخاصو لپاره ټاکل شوي. هرهغه څوک چې د بلجیم د هویت سند یا د استوګنې سند لري دا شمیره لري. تاسو د مهاجرت د دفتر څخه خپل د ضمیمې په سر کې او ستاسو د نوم لیکنې سند (نارنج کارت) باندې دغه شمیره ومومئ.

همجنسباز/همجنسباز نارینه

کله چې یو څوک په عشق/ جنسي توګه د خپل جنس خلکو ته تمایل ولرې. هم نارینه او هم ښځینه همجنسبازان کیدی شي.

جنسیت

د یوه شخص د بیولوجېکې جنسیت په اړه دی. دا د هغه فزیکي ځانګړتیاو په اړه دی چې تاسو ورسره زیږیدلی یاست. ممکن تاسو نارینه، ښځینه یا یو نرښځۍ په توګه زیږېدلې اوسئ. 

تګ

د روانېدو عمل، په ځانګړي ډول د یو سفر د پیل کولو لپاره.

سرپناه

یو ځای چې د بد موسم او خطر نه مؤقته حفاظت ورکوي.

سفارت

یو سفارت یو هیواد کې د یو بل هیواد استازیتوب کوي. تاسو سفارت ته اداري معاملاتو یا د خاصو پروسیجرونو د پيلولو لپاره تللی شئ. پناهندګان او مهاجر دا نشي کولی.