د استوګنې مرکز، یو محفوظ ځای

که ته بلجیم ته د ځانته زیرسن ماشوم پهتوګه راورسېږې، نو دولت به دا خبره یقیني کړي چې ته یو محفوظ چاپېریال ولرې. پولیس یا د پناهندګۍ خدمتونه به تا یو د استوګنې مرکز ته یوسي. حتی که ته د پناهندګۍدرخواست ورنکړې، بیا هم محفوظ ځای کې د ژوند کولو حق لرې.

د استوګنې لومړی مرکز (لنډه اقامه)

بلجیم ته ستا د رارسېدو نه وروسته به د پناهندګۍ خدمتونه یا پولیس تا ابتدايي استوګنې لپاره یو د استوګنې مرکز ته یوسي. د یوې لنډې اقامې (تقریباً 30 ورځو) نه وروسته به ته د استوګنې یو بل مرکز ته کډه شې.

  • لومړنی د استوګنې مرکز یو محفوظ ځای دی چیرته چې ته خواړه، کالي او سرپناه ترلاسه کولی شې.
  • هلته به ته د نورو زیرسن کسانو سره ژوند کوې.
  • هغه ځای امن او ارام دی.
  • د نظارت کوونکو او روانشناس یو ټیم به تیار وي چې کومک دې وکړي.
  • تا لپاره به یو سرپرست وټاکل شي.

حتی که ته بلجیم کې د پناهندګۍ لپاره درخواست ورنکړې، بیا هم یو محفوظ ځای کې د زیرسن ماشوم په صفت د ژوند کولو حق لرې. په کوڅو کې ځانته ګرځېدل ښه کار ندی.

د استوګنې ځای: اوږده مهال اوسېدنه

په داسې حال کې چې ته ابتدايي استوګنې لپاره د استوګنې په مرکز کې اوسېږې، ستا سرپرست او نظارت کوونکي به تا سره د استوګنې د یو مناسب مرکز لټون کوي چیرته چې به ته د اوږدې مودې لپاره اوسېږې، دا اکثر د فیدازیل د استوګنې مرکز وي.

د استوګنې مرکز کې ژوند څنګه وي؟

  • ته په یو وړوکي ټولنیز ګروپ کې د نورو ځوانانو سره اوسېږې
  • د نظارت کوونکو یو ټیم به تیار وي چې کومک دې وکړي.
  • که ستا عمر د 15 کالو نه کم وي او یا که ته په ځانګړي ډول آسیب پذیر یې، نو ستا به اضافي پاملرنه او لارښوونه وشي.
  • ته به په باقاعدګۍ سره مکتب ته ځې او ژبه به زده کوې
  • ته به فعالیتونو او ورزش کې برخه اخلې
  • ستا سرپرست به تا سره ملاقاتونه کوي او تا سره به ستا د مکتب او پناهندګۍ په پروسیجر کې کومک کوي.

ته خپله دا انتخاب نشې کولی چې د استوګنې کوم مرکز کې واوسېږې. نظارت کوونکي به ستا وضعیت او هیلی په نظر کې ونیسي. 

خپلو نظارت کوونکو ته ووایه چې ته د مکتب، اوسېدو او وزګار وخت کی څه کول غواړې.

آیا ته د استوګنې مرکز کې خوشحال نه یې؟

د استوګنې په مرکز کې اوسېدل تل اسان نه وي. ته په یوه وړوکې منطقه کې نورو خلکو سره اوسېږې.  دا د سترس او شخړو سبب کېدلی شي.

آیا ته ارام ته ضرورت لرې یا ته مشکلات لرې؟ د خپل نظارت کوونکي سره په دې اړه خبرې وکړه. نظارت کوونکی به دې د وقفې وړاندیز درته وکړي. ته به یو څو ورځې ارام کولو لپاره د استوګنې د مرکز نه لاړ شې. تاته چانس درکول کېږي چې نورو نظارت کوونکو سره د خپلو مشکلاتو په اړه خبرې وکړې.

د استوګنې مرکز کې به څومره موده اوسېږې؟

د استوګنې په مرکز (اوږدې اقامې) کې به ته تر هغه وخته اوسېږې چې نړیوال حفاظت لپاره ستا په درخواست یوه پرېکړه وکړی شي.

  • که ته په دغې مینځ موده کې 18 کلن شې، نو ته به د بالغانو د استوګنې مرکز ته کډه شې.
  • که تاته مثبت ځواب درکړی شو، نو بیا ښايي مرستې سره په خپلواکه اوسېدو حقدار شې.
  • که تاته منفي ځواب درکړی شو او عمر دې د 18 نه زیات و، نو درباندې لازمي ده چې د استوګنې مرکز خوشې کړې.