18 کلن یې، اوس څه؟

هغه ورځ چې ته 18 کلن شې ستا په ژوند کې یوه مهمه لحظه ده. ته نور ځانته زیرسن ماشوم نه یې او دا به بلجیم کې ستا د اقامې د پروسیجر او ستا د استوګنې لپاره عواقب لري.

18 کلن کېدو نه مخکې میاشتو نه د خپل آینده په اړه فکر کولو لپاره استفاده وکړه. ستا سرپرست او نظارت کوونکي درسره ستا د وضعیت په اړه ښو پرېکړو کولو کې مرسته کولی شي.

کله چې 18 کلن شې نو څه شی بدلېږي؟ دا ستا د استوګنې په پروسیجر پورې اړه لري:

  • ته قانوني اقامهنلرې. ته 18 کلن کېدو پورې په هر حالت کې بلجیم کې پاتې کېدلی شې. که ته د اقامې اجازه نلرې او یا دې د پناهندګۍلپاره درخواست نه وي ورکړی. کله چې 18 کلن شې، دا بدلېږي. په تا به لازمه وي چې د استوګنې مرکز خوشې کړې او نور په بلجیم کې نشې پاتې کېدلی
  • تا تراوسه پورې بلجیم کې د اقامې په اړه پرېکړه نده ترلاسه کړې. کله چې ته 18 کلن شې، نو ته به بل د بالغانو د استوګنې مرکز ته کډه کېږې. دا اکثر د استوګنې په هماغه مرکز کې وي چیرته چې ته د مخکې نه اوسېږې. اوس به ته د بالغو پناهندګانو پروسیجر مخته وړې. اوس چې 18 کلن شوې، نو ستا سرپرست نور ستا مسوولیت په غاړه نلري.

  • ته د مهاجر په صفت قبول شوی یې یا درته فرعي حفاظتدرکړل شوی دی. که ته 18 کلن یې، او د اقامې اجازه لرې، نو ته ځانته د اوسېدو اجازه لرې. تا سره به ټولنیزه مرسته (د ژوند معاش) د CPAS/OCMWلخوا کېږي. ستا سرپرست نور ستا مسوولیت په غاړه نلري. ځانته ژوند کول دومره اسان ندي. که څه ستونزې یا پوښتنې لرې، د خپل نظارت کوونکي نه کومک وغواړه.