لټون
عامه ځایونه
عامه ځایونه هغه منطقې دي چې هر چا لپاره د لاسرسي وړ دي. زیاتره عامه ځایونه په ازاده هوا کې وي.
استوګن
هغه تن چې د استوګنې په مرکز کې اوسېږي.
ماشوم او فامیل / ون (ONE)
ماشوم او فامیل (په فلاندر کې) او ون (ONE) (په والونیا کې) د ماشومانو والا فامیلونو ملاتړ کوي، د ماشوم د زېږون او پاملرنې په کارونو کې منډې ترړې کوي.
قسم خوړلی ترجمان
یو داسې ترجمان چې محکمه کې یې قسم کړې وي. دغه ترجمان واک لري چې یو رسمي مدرک ترجمه کړي او خپل شخصي ټاپه پرې ولګوي، لاسلیک وکړي او د دقت رسمي بیان ورسره ورکړي.
نړیوال حفاظت
پناهندګي. هغه حفاظت چې د یو ریاست لخوا یو داسې چا ته ورکړی شوی وي چې خپل اصلي وطن یې د سیاسي مهاجر په صفت خوشې کړی وي.
انساني قاچاق
خپلې مالي ګټې لپاره خلکو سره په غیر قانوني توګه پولې نه په اوختلو کې د کومک کولو عمل.
د OV/SP شمېره
د عامه امنیت شمېره. د مهاجرت دفتر سره د ثبت او راجستر شمېره (7 عدد) تاسو د مهاجرت له دفتر څخه خپل د ضمیمې په سر کې شمیره مومئ.
مقابل جنس خوښونکۍ
کله چې یو څوک په عشق/ جنسي توګه د خپل مقابل جنس ته تمایل ولرې. هم نارینه او هم ښځینه مقابل جنس خوښونکې کیدی شي.
جنسیت
د یوه شخص د ټولنیز جنسیت په اړه دی. داچې تاسو باید د یو شخص په توګه څنګه چلند وکړئ یا نور خلک به ستاسو څخه څه تمه ولري. جنسیت د بدلون وړ دی او په وخت، ځای او کلتور کې توپیر لري. ستاسو جنسیت هغه څه ندي چې ثابت یا نه بدلیدونکي وي. دا متغیر او انعطاف منونکی دی.
جنسي تمایل
جنسي تمایل د هغه چا په اړه دی چې په عشق/جنسي ډول بل کس ته تمایل ولرې یا هیڅ تمایل ونلرې.
تاته د اقامې حق ندی درکړی شوی، خو په کوم مشخص دلیل ته نشې کولی چې خپل اصلي وطن ته بېرته ستون شې. ته د بشري انتظام لپاره درخواست ورکولی شې. انتظام یو استثنايي پروسیجر دی.
د ازادۍ معنی داده چې د خپل فکر او نظر حق لرې، او ددې حق لرې چې د خپل ځان دفاع وکړې، د خپل دین انتخاب وکړې، د خپل ژوند شریکوال یا پارټنر غوره کړې.
که نړیوال حفاظت لپاره ستاسو درخواست رد شو، نو تاسو ته به یو امر درکړی شي چې د بلجیم سیمه خوشې کړئ. په تاسو لازمه ده چې بلجیم نه لاړ شئ.
د رارسیدو مرکز د هرکلي لپاره ېو خلاص ځای دی
کله چې تاسو د ډېرو خلکو سره په یوه ودانۍ کې ژوند کوئ، امکان شتون لري چې تاسو ساري ناروغي ولرئ، لکه د خارش (سکابیس) په څیر..
که تاسو په رسمیت پېژندل شوي مهاجر یاست او تر اوسه لا عاید نه لرئ چې کور کرایه کړئ او خپل انتظام په خپله کوئ، نو تاسو CPAS/OCMW نه د مرستې غوښتنه کولی شئ.
آیا د استوګنې د ځای حق نه لرئ او د یو داسې ځای په لټون یاست چې په محفوظ چاپېریال کې ویده شئ؟ بلجیم کې مختلف سازمانونه محتاجو خلکو سره کومک کوي او سرپناه ورکوي.
بلې، هر خارجي تبع چې بلجیم ته راورسېږي د بلجیم مقاماتو ته نړیوال حفاظت لپاره درخواست (د پناهندګۍ درخواست) ورکولی شي.
هغه پناه غوښتونکي چې منفي ځواب ورکړی شوی وي بیا هم 30 ورځو لپاره په استوګنځي کې اوسېدلی شي چې بلجیم نه تګ لپاره ځان تیار کړي.