لټون
CGRA / CGVS
مهاجرینو او بې ریاسته کسانو لپاره د عمومي کمیسارۍ دفتر. CGVS/CGRA یوه خپلواکه بلجیمۍ فدرالي اداره ده چې د نړیوال حفاظت لپاره هر درخواست په انفرادي توګه او بې له تعصبه ګوري.
مالیې
هغه اجباري مالي برخه چې د یو هیواد اتباع او/یا شرکتونه یې دولت ته ورکوي. مالیې نه د عامه خدمتونو (روغتیايي پاملرنه، د بې کارۍ مرسته، او داسې نور) د مالي چارو لپاره استفاده کېږي.
مرستې سره خپلواک ژوند
که ستا عمر د 16 نه 18 کلونو په مینځ کې وي، نو دا یوه لاره کېدلی شي چې په خپلواکه توګه ژوند وکړې. یو شخصي نظارت کوونکو به درسره د کور په چارو، اداري چارو، کار، زده کړو، مالي چارو، او همداراز عاطفي معاملاتو کې منډه ترړه کوي.
د ځانګړې اقامې پروسیجر
هدف یې دادی ځانته خارجي زیرسن کسانو لپاره یو 'دوامداره حل' وموندل شي. حل دا کېدی شي:
• موروپلار سره بېرته یو ځای کېدل
• خپل وطن ته یا یو داسې هیواد ته چیرته چې زیر سن تن د اوسېدو حق لري بېرته استول کېدل
• بلجیم کې د پاتې کېدو اجازه.
بالغ
د 18 کالو نه زیات عمر والا تن.
صحي بیمه
بلجیم کې خلک د صحي بیمې یو پروګرام سره مربوط وي. دا په دې مانا چې د صحي بیمې بودیجه ستاسو د صحي مصارفو یوه لویه برخه بېرته درکوي او که تاسو د مریضۍ یا حامله کېدو له امله کار نشئ کولی نو د پیسو په بڼه منافع درکوي.
مسلکي رازداري
په ځینو مسلکونو کې مسلکي رازداري تطبیق کېږي. ددې معنی داده چې ځینې مسلکیان اجازه نلري چې تاسو کوم معلومات ورکړي وي هغه افشاء کړي. دا په ډاکټرانو، دواسازانو او ټولنیزو کارمندانو تطبیق کوي. په ځینو وختونو کې مسلکي رازداري ماتېدلی شي، د بیلګې په توګه کله چې څوک په عاجل وضعیت کې وي.
د استوګنې ځای
د استوګنې په یو مرکز یا د اوسېدنې هغه ځای چې د فیدازیل لخوا تاسو ته درکړی شوی وي. د استوګنې په ځای کې تاسو د خوب، خوراک، ملاتړ وغیره لپاره د یو ځای حق لرئ.
د کور د تیارولو بونس
یو د پیسو مبلغ چې د کور د اسبابو په اخیستلو کې کومک کوي. دې پیسو نه د کور د اسبابو (کټ، مېز، یخچال او داسې نور) د اخیستلو او یا پیوستونونو (ګاز، برق او داسې نور) د پیسو ورکولو لپاره استفاده کېدلی شي.
د کور تیارولو بونس د CPAS/OCMW لخوا ورکول کېږي.
RIZIV / INAMI
د مریضۍ او معلولۍ د بیمې لپاره د بلجیم ملي انسټیټوټ ټولنیز امنیت لپاره یوه دولتي اداره ده.
اوسنی اعلام شرح کوي چې څنګه فداسیل د ویب پاڼو د استعمال په اړه شخصي ډیټا پروسس کوي د کومو لپاره چې فداسیل مسؤل دی.
ته نړیوال حفاظت لپاره دوباره درخواست ورکولی شې که چیرته لومړنی درخواست دې رد شوی وي. یوازې هغه وخت کې دوباره درخواست ورکړه که کوم نوی دلیل لرې یا که د لومړي درخواست د رد کېدو نه وروسته نوي حقیقتونه رامخې ته شوي وي.
د ځانته زیرسن ماشوم په توګه ته عموماً د نورو ځوانانو سره یو ځای په یو وړوکي ګروپ یا د استوګنې په یو مرکز کې اوسېږې. خو کېدی شي ته د یو داسې فامیل یا اشنایانو سره ژوند وکړی شې چې مخکې نه بلجیم کې اوسېږي، یا د یو بلجیمي فامیل سره. دغه یو پاملرنه کوونکي فامیل سره استوګنه بلل کېږي.
هغه ورځ چې ته 18 کلن شې ستا په ژوند کې یوه مهمه لحظه ده. ته نور ځانته زیرسن ماشوم نه یې او دا به بلجیم کې ستا د اقامې د پروسیجر او ستا د استوګنې لپاره عواقب لري.
که ته بلجیم ته د ځانته زیرسن ماشوم پهتوګه راورسېږې، نو دولت به دا خبره یقیني کړي چې ته یو محفوظ چاپېریال ولرې. پولیس یا د پناهندګۍ خدمتونه به تا یو د استوګنې مرکز ته یوسي. حتی که ته د پناهندګۍدرخواست ورنکړې، بیا هم محفوظ ځای کې د ژوند کولو حق لرې.
په بلجیم کې ستاسو د محرمیت او فامیلي ژوند احترام کېږي. یوازې په ځینو خاصو حالاتو کې، د بېلګې په توګه هغه وخت چې څوک په عاجل وضعیت کې وي، نو څوک په شخصي ژوند کې مداخله کولی شي.
په بلجیم کې پناه غوښتونکي د خپل غوښتنلیک سپارلو نه 4 میاشتې وروسته کار کولی شي. قبول شوي مهاجرین د بلجیمیانو په څېر د کار کولو اجازه لري.
ایا تا د معاش والا کار پیدا کړی دی؟ د کارفرما سره دې په شریکه باید یو د وظیفې قرارداد امضاء کړې. همداراز سوشل ورکر ته دې خبر ورکړه، او یو د روغتیا د بیمې پروګرام کې شامل شه.
که ته زده کړې کوې یا مکتب ته ځې، نو ته د زده کړو ترڅنګ مؤقت کار کولی شې تر څو یو څه اضافي پیسې وګټې. دې رقم کار ته د محصلۍ کار ویل کېږي.