د انساني ترافیکو یا قاچاق د قربانیانو حفاظت
ایا تاسو د انساني ترافیکیا انساني قاچاق قرباني یاست؟ ایا کوم کارفرما تانه غلطه استفاده کړې، اجبار درباندې شوی چې سوالګري وکړې، د فحاشې په صفت کار وکړې یا جرم ترسره کړې؟ نو بیا د ځینو شرایطو لاندې په بلجیم کې حفاظت ترلاسه کولی شې.
په کوم حال کې ته د انساني قاچاق قرباني ګڼل کېږې؟
که ته په بلجیم کې پاتې کېږې، د بلجیم تابعیت نلرې او د لاندې اوضاعو څخه یو کې یې:
- د کوم وضعیت چې درسره وعده شوې وه د هغې نه مختلف وضعیت که ګېر شوی یې.
- په زور داسې کارونو کولو باندې مجبور کړی شوی یې چې ته یې کول نه غواړې.
- د کوم څه چې درسره وعده شوې وه معاوضه دې د هغې نه ډېره کمه ده. کوم کار چې کوې د هغې پیسې نه وي درکړل شوې یا کمې درکړل شوی وي.
- هغه خلک چې ته یې دلته راوستلی یې تا مجبوروي چې کار وکړې، چې د سفر پیسې دې خلاصې کړې.
- ته یا ستا فامیل تهدید شوي یئ، او/یا د تاوتریخوالي قرباني یې.
- اسناد دې درنه اخیستل شوي وي یا نه درکول کېږي.
- بندي کړی شوی یې. د بهر دنیا نه په انزوا کې ژوند کوې.
- ته بلجیم ته د یو داسې اوږد سفر نه وروسته رسېدلی یې چې د هغې لپاره دې ډېرې زیاتې پیسې ورکړې وي، ته د تاوتریخوالي قرباني وې یا دې ژوند په خطر کې و.
د انساني قاچاق د قربانیانو لپاره کوم حفاظت دی؟
د انساني قاچاق د قرباني په صفت ته په لاندې شرط د اوسېدو قبوليترلاسه کولی شې:
- چې ته ددې جرمونو په تفتیش کې همکاري وکړې.
- ته ددې جرمونو د ترسره کوونکو سره نور تماس نلرې
- ته موافقه وکړې چې بلجیم کې د لاندې درې متخصصو هرکلي د مرکزونو لخوا درسره مرسته وشي:
- برسلز کې: PAG-ASA
- انټورپن کې: PAYOKE
- لیګه کې: SÜRYA
د هرکلي مرکزونو کې مرسته
دا درې د هرکلي مرکزونه قربانیانو سره په لاندې کارونو کې مرسته کوي:
- خوندي سرپناه
- صحي او رواني مرسته
- قانوني کومک
ایا ته عاجل کومک ته ضرورت لرې، یا په خطر کې یې؟ نو عاجل لمبر 101 یا 112 ته زنګ ووهه.