لټون
د منلو پړاو
ددې خبرې د معلومولو لومړۍ مرحله چې آیا یو درخواست په خاصو رسمي شرطونو پوره خېژي که نه. که درخواست ومنل شو، نو د درخواست منځپانګه به (د هغې په وړتیاو) معاینه کېږي.
بشري انتظام (9bis)
دا یو استثنايي پروسیجر دی. دې نه په هغو اوضاعو کې استفاده کېږي چې تاسو د اقامې د یو مختلف پروسیجر مستحق نه یاست، خو بیا هم بلجیم کې د اوسېدو یو دلیل لرئ. د دې پروسیجر د پیل کولو لپاره تاسو یو د هویت سند ته اړتیا لرئ. ددې پروسیجر لګښت 350 قضیه کې د هر بالغ نفر په سر 350 یورو دی.
په خپله خوښه ستنېدنه
د نړیوال حفاظت غوښتونکي او هغه کسان چې قانوني اقامه نلري هر وخت خپل اصلي وطن ته په خپله خوښه ستنېدلی شي. فیدازیل هغه اداره ده چې هغوی سره کومک کوي: هغوی ته د پرواز ټکټ او د سفر پر مهال اړینه مرسته ورکول کېږي.
غیرقانوني
یو تن چې هیواد کې وي او اعتبار لرونکي اسناد نلري بې له قانوني اقامې دی. ځینې خلک داسې اسناد لري چې نور اعتبار نلري، نور هیڅ شی نلري.
ویزا
یو هیواد ته د داخلېدو او هلته د پاتې کېدو رسمي اجازه. ویزا د هغه هیواد لخوا ورکول کېږي چیرته چې مسافر ورځي. په دې طریقه دغه هیواد کنټرولولی شي چې څوک هیواد ته داخلېږي.
OKAN درسونه
OKAN (هالنډۍ کې) د نوو راغلیو بهرنیو ژبو کسانو لپاره د هرکلي د درس مخفف دی.
د بهرنیو ژبو محصلین چې همدا تازه بلجیم ته رارسېدلي وي په تخصصي درسونو کې اضافي ملاتړ ترلاسه کولی شي. تاسو هلته په تعلیم او ټولنه کې د ادغام لپاره هالنډي ژبه زده کوئ.
محفوظ وطنونه
بلجیم د داسې هیوادونو چې محفوظ دي یو لیسټ جوړ کړی دی. CGVS/CGRA او د مهاجرت دفتر هغو کسانو لپاره چې د محفوظو وطنونو څخه راځي یو مشخص (تېز-تعقیب) پروسیجر لري. لاندې هیوادونه دا مهال محفوظ وطنونه ګڼل کېږي: البانیا، بوسنیا-هرزیګووینا، FYROM، کوسوو، مونټینګرو، سربیا، هند او جورجیا
.
د محصلینو د لارښوونې مرکزونه (CLB / PMS)
د محصلینو د لارښوونې یو مرکز کې د ډاکټرانو، نرسانو، روانشناسونو، تعلیم پوهانو او ټولنیزو کارمندانو یو ټیم شامل وي. هر مکتب CLB/PMS سره په شریکه کار کوي.
CLB/PMS د مکتب د صحي چارو مسوولیت لري، خو د موروپلار یا شاګرد په صفت تاسو هلته د زده کړې په مشکلاتو، رواني او ټولنیزو مشکلاتو کې د وړیا مرستې لپاره هم تللی شئ. که تاسو کومه پوښتنه لرئ، نو تاسو هغه د مکتب له لارې او یا نېغ په نېغه CLB/PMS نه شئ کولی.
د کار موقعه
په یو شرکت، سازمان یا دولتي اداره کې د وظیفې خالي ځای چې د کار لټون کوونکو ته خلاص وي. د کار مواقع د اعلانونو په بڼه په ورځپاڼو، د مؤقت روزګار د اژانسونو په کړکیو او په انټرنېټ ښودل کېږي.
سلطنت
سیاسي سیسټم په کوم کې چې د ریاست رییس یو باچا یا ملکه وي.
د پناهندګۍ د پروسیجر برسېره، یو داسې د اقامې پروسیجر هم شته چې په مشخصه توګه د ځانته زیرسن ماشومانو لپاره دی. د خپل سرپرست سره مشوره وکړه چې آیا دغه پروسیجر تا لپاره یو ښه انتخاب دی که نه.
آیا ته زیرسن یې او بلجیم کې دې موروپلار نشته؟ نو بیا به پولیس یا د پناهندګۍ خدمتونه د سرپرستۍ خدمتته خبر ورکړي. دغه خدمت به تا لپاره د یو سرپرست په لټون شي.
په بلجیم کې تاسو د مذهب او عقیدې د ازادۍ حق لرئ.
ایا تاسو سره یو ماشوم مل دی او د نړیوالي پناه غوښتنې لپاره مو غوښتنه کړي ده.؟ تاسو به دلته د خپلې پناه غوښتنې پروسې په اړه ګټور معلومات ترلاسه کړئ.
ښاروالي ګڼ شمېر مسئولیتونه لري: د مکتبونو او د ماشومانو د پاملرنې تنظیمول، سرکونه جوړول، د پارکونو چارې سر ته رسول، د کثافاتو غونډول ... ښاروالي، CPAS/OCMW او پولیس په شریکه محلي اداره تشکیلوي.
که ته په خپله خوښه د هیواد نه لاړ نشې، نو د بلجیم حکومت کولی شي چې په زوره دې بېرته خپل اصلي وطن ته واستوي.
بلجیم یو سلطنت دی چې مشر یې پاچا دی. پاچا محدود سیاسي قوت لري، خو هغه د هیواد یو پیاوړی سمبول دی.