آیا ته یو ځانته ماشوم یې؟
آیا ته زیرسن یې (د 18 کالو نه کم) او بلجیم ته بغیر د موروپلار یا قانوني سرپرست نه راغلی یې؟ نو بیا ته یو ځانته خارجي ماشوم ګڼل کېږې.
آیا ته د ځانته زیرسن ماشومپه توګه بلجیم ته راغلی یې؟ ته تنها نه یې. دلته ډېر کسان تا سره د کومک کولو لپاره شته: یو سرپرست، یو وکیل، او د استوګنې په مرکز کې نظارت کوونکي. هغوی درسره د راتلونکي په اړه پرېکړو کولو کې مرسته کوي او یو خوندي چاپېریال درته برابروي.
که ستا عمر د 18 کالو نه کم وي نو ته په بلجیم کې زیرسن یې. که عمر دې د 18 کالو نه زیات وي نو ته بالغ یې. که د مهاجرت دفتر یا د سرپرستۍ خدمت ستا د عمر په اړه شک لري، نو هغوی به درنه وغواړي چې یوه د عمر معاینه ترسره کړې.
        
      
    ځانته ماشومان
      
            ستا عمر (د 18 کلنۍ نه کم) ولې دومره مهم دی؟
- ستا د پروسیجرلپاره. د ځانته خارجي زیرسن تن په صفت ته کولی شې چې د پناهندګۍ پروسیجرپیل کړې، یا کولی شې د ځانګړې اقامې پروسیجرپیل کړې.
 - ستا د لارښوونې لپاره. د سرپرستۍ خدمت به څومره زر چې کېدلی شي تا لپاره یو سرپرست وټاکي. هغه به ستا کومک کوي او ستا تر 18 کلن کېدو پورې به دې د پناهندګۍ په پروسیجر کې نمایندګي کوي. دا مهمه ده چې ته او سرپرست دې ستا په پروسیجر د خبرو کولو لپاره یو وکیل ته لاړ شې.
 - ستا د استوګنې د ځایلپاره. د زیرسن تن په صفت به ته نورو همزولو ځوانانو سره د استوګنې د مرکزپه یوه جلا برخه کې اوسېږې. نظارت کوونکي درسره په خوړو، کالیو، مکتب او ازاد وخت کې کومک کوي.
 - د فامیل سره دې د تماسلپاره ستا سرپرست دې او نظارت کوونکي به درسره کومک وکړي چې فامیل سره دې (بیا) تماس ونیسې.
 
آیا ته په خطر کې یې؟ د پولیسو دې عاجل لمبر ته زنګ ووهه: 112 یا 101.
  