لټون

ټولنیز کارمند

د استوګنې د مرکز یا CPAS/OCMW یو کارمند څوک چې تاسو ته معلومات درکوي او د استوګنې مرکز یا د CPAS/OCMW کور کې ستاسو د اوسېدو پر مهال تاسو سره ملګرتیا کوي. تاسو خپل ټولنیز کارمند نه د خپل پروسیجر، بلجیم کې ستاسو د اقامې او خپل اصلي وطن ته د بېرته ستنېدو په اړه پوښتنې کولی شئ.

وړیا وکیل

یو وکیل چې پیسې ورکول یې په تاسو نه راځي. تاسو د خاصو شرایطو لاندې یو وړیا وکیل ترلاسه کولی شئ. نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکي د خپلې پناهندګۍ د پروسیجر لپاره د وړیا وکیل مستحق دي.

دوباره درخواست

د پناهندګۍ متعدد درخواستونه. دا نړیوال حفاظت لپاره ستاسو دویم، دریم یا دوباره درخواست دی. د دوباره درخواست لپاره مقررات د لومړي درخواست نه مختلف دي.

قانوني تفتیش

قانوني تفتیش کې د یو جرم د عاملینو د پېژندلو او د ثبوت د غونډولو ټول قدمونه شامل دي. د قانوني تفتیش رهبري د تفتیشي قاضي لخوا کېږي. ددې تفتیش نه وروسته محکمه په قضیه کې یو قضاوت کوي.

فیدازیل

د پناهندګانو د استوګنځي لپاره فدرالي اداره.  د بلجیمي دولت هغه اداره چې د پناهندګانو ته د ځای ورکولو او د هغوی د ملاتړ مسوولیت په غاړه لري. دا د استوګنې په ازادو مرکزونو یا کورونو کې کېږي. فیدازیل په خپله خوښه د ستنېدو مسوولیت هم په غاړه لري.

ترجمان

یو داسې څوک چې د خبرې کوونکي خبرو ته غوږ ږدي او د هغه ټکي په زباني توګه یو داسې چا ته ترجمه کوي چې په هغه اصلي ژبه نه پوهېږي.

قانون

قوانین لیکلي قواعد دي چې د عمومي قانون برخه دي. بلجیم کې هر څوک باید د قانون اطاعت وکړي. محکمې دا خبره یقیني کوي چې د قوانینو پابندي وشي.

ځانته ماشوم

ځانته خارجي زیرسن (UFM). یو داسې تن چې عمر یې د 18 کالو نه کم وي او بلجیم ته د موروپلار یا (قانوني) سرپرست نه غیر رارسېدلی وي.

د بلجیم د منطقې نه د وتلو امر (BGV/OQT)

که تاسو په غیر مرتب ډول بلجیم کې اوسېږئ، نو تاسو ته ښايي امر درکړی شي چې د بلجیم منطقې نه لاړ شئ (BGV/OQT). که تاسو ته BGV/OQT درکړی شي، نو په تاسو لازمه ده چې بلجیم نه لاړ شئ او خپل اصلي وطن ته ستانه شئ یا یو داسې هیواد ته چېرته چې تاسو د اوسېدو حق لرئ. تاسو باید د یو معلوم وخت دننه هیواد نه لاړ شئ. د دغه وخت نه وروسته تاسو ښايي په زور وویستل شئ.

بې ځایه شوی تن

هغه څوک چې خپل هیواد کې دننه بې ځایه شوی وي. ډېر خلک خپله منطقه پرېږدي او یوې نږدې منطقې ته کډه کوي.