لټون
سرپرست
یو داسې تن څوک چې، د یو هیواد د محکمې یا وزارت له مخې، د یو زیر سن تن پاملرنه کوي. د یو ځانته زیرسن تن په صفت به تا لپاره یو اداري سرپرست وټاکل شي. ستا سرپرست به درسره په مختلفو چارو کې کومک کوي.
لیلیه
د استوګنې په مرکز کې هغه ځای چیرته چې د 18 کالو نه کم عمر والا کسان خوب او شریک ژوند کوي او چیرته چې نظارت کوونکي د نظارت لپاره موجود وي.
بانک کارټ
د بانک کارټ یا ډیبیټ کارټ په واسطه تاسو کولی شئ چې د اتومات (ATM) نه پیسې وباسئ یا د Bancontact په واسطه پیسې ادا کړئ.
د ټولنیزې بلدتیا درسونه
ټولنه کې د ادغام درسونه. دا یو کورس دی چې په کوم کې تاسو بلجیم کې د ژوند کولو، کار کولو او زده کړې په اړه زده کړه کوئ. تاسو ته ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات درکول کېږي. ټولنه کې د ادغام کورس تاسو په هالنډۍ/فرانسوۍ یا بله ژبه کې کولی شئ.
د فامیلي جوړښت سند
د فامیلي جوړښت سند د نفوسو د راجسټر، چیرته چې د فامیل ټول غړي کسان ثبت کېږي، یو خلاصه مدرک دی.
محرمیت
ستاسو په محرمیت کې ستاسو د شخصي ژوند هر څه راځي. د محرمیت د حفاظت لپاره قواعد موجود دي.
عامه ټرانسپورټ
د سپرلیو ټرانسپورټ چې هر څوک ورته لاسرسی لري. ددې مانا داده چې هر څوک کولی شي د یو فیس په بدل کې د بس، ټرام، اورګاډي او میټرو نه استفاده وکړي.
د اړیکې تعقیبول
د هغه خلکو نوملړ جوړول چې په کرونا ویروس اخته شخص سره یې اړیکه درلودلې وي. دا خلک به خبر کړی شي چې هغوی په کرونا ویروس اخته کس سره اړیکه درلودلې او دا چې باید هغوی خپل شخصي نظافت ته ډیره توجه وکړي. پدې توګه به هرڅوک د کرونا ویروس پروړاندې مبارزه کې مرسته وکړي.
واکسین
په واکسین کې پخپله د ویروس یو عنصر شامل وي. کله چې موږ خلک واکسین کوو، موږ د انسان بدن ته د ویروس یو عنصر ورپیژنو، عمومآ د تزریق له لارې. ستاسې بدن ته د ویروس عنصر تزریق کول بدن دې ته چمتو کوي چې د ویروس پروړاندې انټي باډیز تولید کړي.
مالي مرسته
د پیسو په ورکولو سره کومک کول. د بیلګې په توګه، CPAS/OCMW ښايي تاسو ته د ژوند کولو د معاش درکولو پرېکړه وکړي که تاسو چیرته د باوقاره ژوند کولو کافي ذرایع نه لرئ.
بلجیم کې یو چا باندې سلام څنګه کوې؟
د نلکې اوبه بلجیم کې د څښلو وړ دي. یوازې هغه وخت چې یوه لوحه باندې لیکلي وي چې منع دي نو بیا هغه اوبه نشې څښلی.
که ته زیرسن یې او بلجیم کې د مور او پلار نه غیر ژوند کوې، نو ستا لپاره به سرپرستوټاکل شي.
که ته مسلکي روزنه ترسره کوې، نو ته به یو (نوی) مسلک زده کړې. د مثال په توګه ته به ددې اساسي مهارتونه زده کړې چې د یو اشپز کومکي، د خښتو مستري یا صفايي کوونکی جوړ شې.
په بلجیم کې هر ماشوم مکتب ته تللی شي، پروا نه کوي چې تابعیت یې هر څه وي او د اقامې وضعیت یې هر څنګه وي. په بلجیم کې د 5 نه تر 18 کلونو پورې ټولو ماشومانو لپاره ښوونځی جبري دی.
په فلاندرز کې هر په رسمیت پېژندل شوی مکتب د محصلینو د لارښوونې د یو مرکز (CLB/PMS) سره په شریکه کار کوي. موروپلار او شاګردان هلته وړیا تللی شي او د زده کړې، تعلیم او روغتیا په اړه پوښتنې کولی شي.
خارجي اتباع فقط هغه وخت د بلجیم د تابعیت درخواست ورکولی شي چې 5 کاله یې په بلجیم کې قانوني اقامت کړی وي. ګڼ شمېر شرایط شته چې باید پوره کړی شي.