لټون

متبادل حفاظت

CGVS/CGRA درته په هغه وخت کې متبادل حفاظت درکوي چې که ته خپل اصلي وطن ته ستون شې نو د واقعي جدي خطر د زیان سره مخ کېږې او د هغه هیواد لخوا دې حفاظت نشي کېدلی.

هغه نفر چې متبادل حفاظت ورکړی شوی وي د اوسېدو اجازه د 1 کال د محدودې موده لپاره ورکول کېږي. دا بیا دوه کرته د 2 کالو لپاره تمدید کېدلی شي. د تل لپاره اقامه درته د 5 کلونو نه وروسته درکول کېږي، په دې شرط چې CGVS/CGRA په دغې موده کې ستاسو قبولي بېرته نه وي اخیستې.

د وړتیا مرحله

د وړتیا په مرحله کې ستاسو د درخواست ماده معاینه (د هغې په وړتیا) معاینه کېږي. ستاسو د درخواست واقعیتي عناصر معاینه کېږي.

د (کثافاتو) د غونډولو کاری وختونه

د ښاروالۍ (د کثافاتو) د غونډولو کاری وختونه ښيي چې ستاسو ضایعات به کله غونډول کېږي. د بیلګې په توګه: په دوشنبه: کاغذ او کارټن، په چارشنبه: پلاستیک، وسپنه او قوتي.

ابي پاسپورټ

خارج ته د سفر کولو لپاره لازمي ده چې اعتبار لرونکی الکترونیکي د اقامې کارت او یو سفري سند ولرئ. د قبول شوي مهاجر په صفت، تاسو د خپل وطن په سفارت کې پاسپورټ لپاره درخواست نشئ ورکولی. تاسو ښاروالۍ کې مهاجرینو لپاره د یو ځانګړي سفري سند لپاره درخواست ورکولی شئ، چې هغه 'ابي پاسپورټ' هم بلل کېږي.

د وظیفې قرارداد

د وظیفې قرارداد د کارفرما او کارمند ترمنیځ موافقه ده. په دې کې د وظیفې شرایط شامل وي، لکه د کار کولو د ساعتونو تعداد، معاش او داسې نور.

د قرض منځګړیتوب

که تاسو د قرض منځګړیتوب کې لاړ شئ، نو یو د قرض منځګړی (مثلاً CPAS/OCMW) به هڅه وکړي چې ستاسو د قرضو د پیسو ادا کولو په اړه هغه چا سره چې تاسو یې مقروض یاست یو انتظام وکړي.

جعلي واده

یو واده په کوم کې چې لږ تر لږه یو تن یانې ښځې یا خاوند په دې خاطر واده کوي چې په یو هیواد کې د اقامې حق ترلاسه کړي او دې لپاره نه چې هغه نفر سره شریک ژوند وکړي. 

د ژوند کولو معاش

هغه مبلغ پیسې چې هره میاشت د CPAS/OCMW لخوا محتاجو خلکو ته د ټولنیز تفتیش نه وروسته ورکول کېږي. کوم مبلغ چې ورکول کېږي د هغې اتکاء په فامیلي جوړښت ده.

هغه مسلکونه چې د کارکوونکو کمبود دی پکې

هغه مسلکونه په کومو کې چې کارفرما د مناسبو کاندیدانو په پیدا کولو کې مشکل لري.

داوطلب کار

داوطلب کار، عموماً د یو ټولنیز اړخ سره.