تنخوا لرونکی کار او د هرکلي لپاره ګډون
ایا تا تنخوا لرونکی کار پیدا کړی دی؟ مبارک! تاسې ښايي اړ شئ چې د خپل استوګنځي لپاره د استوګنې په مرکز کې ګډون وکړئ. په دې اړه له خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
تاسې وظیفه لری او د استوګنې په یوه مرکز یا د ځايي استوګنځي په نوښت کې اوسېږی. (CPAS/OCMW)
- . که تاسې وظیفه لری، اړ یئ چې خپل ټولنیز کارمند مو د وظیفې له قرارداد، کاري ساعتونو او د تادیې له پاڼئ خبر کړئ.
- که تاسې په میاشتني ډول له ۲۶۵ یورو ډېرې پیسې ګټی، باید د تادیې په ورکړه کې ونډه واخلئ ترڅو د استوګنې په مرکز کې پاتې شئ. دا د بلجیم په قوانینو کې همدا ډول راغلې ده.
تاسې باید په څومره تنخوا ګډون وکړئ؟
- هرې درې میاشتې فیدازیل دا پلټنه کوي چې ایا تاسې کار کړی کنه. که مو تادیه نه وي کړې، نو له پلټنې وروسته باید د خپلې ناخالصې تنخوا ۵۰ سلنه تادیده کړئ.
- که هره میاشت ځان اظهار کړئ او ووایئ چې څومره پیسې مو ګټلي، نو تاسې به ډېره لږ تادیه وکړئ. غواړی پوه شئ چې دا څومره دي؟ هغه په simulator. کې محاسبه کړئ.
- که نه غواړئ چې تادیه وکړئ، فیدازیل به درنه غوښتنه وکړي چې د استوګنې مرکز پرېږدئ.
تاسې تنخوا لرونکی کار څرنګه اظهاروی؟
تاسې د خپلې تېرې میاشتې کړي کار اظهارنامه په راتلونکې میاشت کې اعلانوی. د بېلګې په توګه، په جولای کې تاسې د جون میاشتې کار اظهاروئ.
په لومړي ځل، تاسې باید خپل شخصي معلومات راجستر کړئ:: نوم، د زېږېدنې نېټه، ایمېل ادرس او ملي شمېره (۱۱ عدده)
له راجسترېدو وروسته، تاسې د میاشتنې اظهارنامې فورم ستاسې د تېرې میاشتې د خالصې او ناخالصې تنخوا له مخې ډکوئ
له اظهارنامې وروسته تاسې به د فیدازیل له خوا د تادیې ایمېل ترلاسه کړئ.
تاسې کار کوی او غواړی چې د استوګنې مرکز/ د ځايي ابتکار استوګنځی پرېږدی.
- تاسې همدارنګه تصمیم نیولی شی چې د استوګنې مرکز پرېږدئ او ځان ته مو خپل استوګنځی پیدا کړئ. که تاسې کار کوی، اړ به نه یاست چې تنخوا مو فیدازیل ته وسپارئ. پدې باره کې خپل د ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
- کله چې په کافي اندازه پیسې ګټی او د وظیفې پایداره قرارداد لری، تاسې د استوګنې مرکز د تل لپاره پرېښودلی شئ. د همدې موخې لپاره فیدازیل اړ دی چې ستاسې ۲۰۷ کوډ ختم کړي. که اړتیا وي، تاسې کولی شئ چې OCMW/CPAS ته ولاړ شئ او د مالي مرستې غوښتنه ترې وکړئ. په دې اړه له خپل ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ.
- ایا تاسې خصوصي ادرس ته ځی؟ د ادرس د بدلون له فورم څخه په ګټې اخیستنې سره مو له نوي ادرس څخه د پناه غوښتنې خدمتونه خبر کړئ.