لټون

د بې کارۍ مرسته

د هغه چا لپاره مالي ملاتړ چې د کار په لټون وي.

د عمر معاینه

که د مهاجرت دفتر یا د سرپرستۍ خدمت په دې اړه شک ولري چې ستا عمر د 18 نه کم دی، نو د سرپرستۍ خدمت به یوه د عمر معاینه ترسره کړي. د عمر معاینه په یو روغتون کې یوه طبي معاینه ده په کومه کې چې یو ډاکټر ستا عمر معلوموي.

هرکلی

نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکي د بشپړ پروسیجر پر مهال د مادي مرستې (هرکلي د ځای) حق لري. 

ټولنه کې د ادغام پروګرام

که تاسو ته بلجیم کې د اقامې حق درکړی شي، نو تاسو یو د ادغام پروګرام کولی شئ، یا په ځینو حالتونو کې لازمه ده چې وې کړئ. دا یو کورس دی چې په کوم کې تاسو بلجیم کې د ژوند کولو، کار کولو او زده کړې په اړه زده کړه کوئ. تاسو ته ستاسو د حقونو او مکلفیتونو په اړه معلومات درکول کېږي. ټولنه کې د ادغام کورس تاسو په هالنډۍ/فرانسوۍ یا بله ژبه کې کولی شئ.

شکایت

یو استوګن یو شکایت داخلولی شي که چیرته راضي نه وي  د استوګنې د مرکز د اوسېدو د شرایطو نه او یا هغو خدمتونو نه چې وړاندې کېږي. که چیرته هغه موافقه نه کوي د بندېز یا مجازات سره او یا د ورکړل شوې صحي مرستې سره، نو هغه درخواست ورکولی شي او شکایت داخلولی شي. 

د کور قوانین

د استوګنې د مرکز کورني قوانین د هر استوګن حقونه او مکلفیتونه واضح کوي. 

مجازات یا بندېز

یو اداري مجازات کوم چې هغه وخت درکول کېږي چې د استوګنې د مرکز د کور د قوانینو خلاف ورزي وکړې.

د پیسو (ریکویزټوریوم) لپاره درخواست کول

که تاسو د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږئ، نو په تاسو لازمه ده چې ډاکټر ته د تللو په خاطر د صحي مصارفو د ورکولو لپاره فیدازیل ته د پیسو د ادا کولو د مکلفیت (غوښتونکی لیک) لپاره درخواست ورکړئ.

غیر موجودګي

نړیوال حفاظت لپاره یو داسې درخواست کوونکی چې د اوسېدنې مرکز کې نه بلکې په یو شخصي ادرس اوسېږي.

د انسانانو کاروبار

د انسانانو کاروبار، چې اکثر عصري غلامي ګڼل کېږي، په ډېرو برخو کې د خلکو ناجایز استعمال دی. په دې کې جنسي ناجایز استعمال (اکثر د فحاشی په توګه) او همداراز اقتصادي ناجایز استعمال (د کار له لارې) دواړه پکې شامل دي.