د داوطلب په توګه کار
د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ د درخواست دهنده په صفت ته داوطلب کار کولی شې. دا نوو خلکو سره د لیدلو، د ژبې د زده کولو او نوو تجربو ترلاسه کولو یوه ښه طریقه ده.
داوطلب کار څشی دی؟
که ته نورو خلکو سره د شخصي ګټې نه غیر، په رضاکارانه توګه او د پیسو اخیستلو نه غیر کار کوې، نو دې ته داوطلب کار ویل کېږي. د داوطلب په صفت
- ته هیڅ پیسې نه ګټې. ځینې وختونو کې به یو کوچنی د داوطلبۍ فیس درکول کېږي
- ته د خپل فامیل او دوستانو د حلقې نه بهر کار کوې
- د کار قرارداد نلرې. خو د داوطلب کار د قرارداد غوښتنه کولی شې.
د داوطلب کار بېلګې:
- ماشومانو سره د هغوی د مکتب په کار کې کومک کول
- یو ورزش کې ځوانانو ته ټریننګ ورکول
- د زیات عمر والا خلکو یا معذوري او معلولي لرونکو سره مرسته کول
- یو سازمان سره په یو کنسرټ یا فعالیت کې کومک کول.
ددې امکان شته چې کوم سازمان سره ته داوطلب کار کوې هغه ستا د بس، ټرام یا اورګاډي د ټکټ پیسې درکړي.
داوطلب کار کول
څوک د داوطلب په توګه کار کولی شي؟
- ته باید لږ تر لږه 15 کلن یې.
- د نړیوال حفاظت یا پناهندګۍ لپاره دې درخواست ورکړی دی
- یا په مرکز کې د اوسېدو حق لرې (د هرکلي مرکز کې اوسېږې)
ویډیو رضاکاري. د فرعي سرلیکونو ژبې بدلولو لپاره 'cc' باندې کلیک وکړئ