لټون

د انزوا زون

د استوګنې مرکز کې یو اطاق یا دهلیز چیرته چې خلک باید لږ تر لږه 7 ورځو لپاره جلا وساتلی شي. هغه خلک چې د انزوا زون کې وي اجازه نلري چې د استوګنې مرکز کې نورو استوګنو سره تماس ولري. دا انزوا (جلاوالی) دې لپاره ضروري دی چې نور خلک د مریض کېدو نه وساتل شي او د کورونا ویروس د نور خورېدو مخه ونیول شي.

۲۰۷ کوډ

۲۰۷ کوډ د ثبت د انتظار یو ځانګړی کوډ دی، چې دا په ډاګه کوي ایا او چېرې تاسې د استوګنې په مرکز کې او یا که د OCMW/CPAS په فردي کور کې اوسېږئ

ښاروالي

ښاروالي، CPAS/OCMW او پولیس په شریکه محلي اداره تشکیلوي. تاسو اداري معاملاتو لپاره ښاروالۍ ته ورتللی شئ: د یو زېږون یا واده راجستري، یا ښاروالۍ سره نوملیکنه کول، او داسې نور.

CPAS / OCMW

د ټولنیزې رفاه لپاره دولتي مرکز. په ځینو خاصو شرایطو کې CPAS/OCMW محتاجو خلکو ته ټولنیز خدمتونه برابروي. په بلجیم کې هره ښاروالي یا ښار خپل CPAS/OCMW د مختلفو خدمتونو سره لري.

ختم شوی پروسیجر

نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوونکي نړیوال حفاظت لپاره په خپل درخواست منفي ځواب ترلاسه کولی شي. که محکمه کې د اپیل د درخواست نه وروسته هم ځواب منفي وي نو خارجي تبع پروسیجر ختم کړی دی او پرې لازمه ده چې د بلجیم د منطقې نه لاړ شي.

د هویت سند

یو رسمي سند چې ستا هویت ثابتوي (د یو عکس او ستا نوم سره)، د بېلګې په توګه ستا د هویت ملي کارت (تذکره) یا نړیوال پاسپورټ.  

مرکه

یو بیان یا شخصي مشاورت. که تاسو نړیوال حفاظت لپاره یو درخواست ورکړی وي، نو تاسو به د یوې مرکې لپاره وبلل شئ، لومړی د مهاجرت د دفتر سره او بیا CGVS/CGRA سره. د مرکې پر مهال به تاسو نه پوښتنې وشي د کومو چې په تاسو تر امکاني حده بشپړ او صادقانه ځوابونه ورکول لازمي دي.

لوي څارنوال

دا په محکمو کې هغه بلجیمی مقام دی چې جرمونه محاکمه کوي او قاضي نه د یوې مشخصې جزا غوښتنه کوي.

مهاجر

یو داسې تن چې یو هیواد خوشې کوي تر څو یو بل کې ژوند وکړي. د 'مهاجر' کلمه اکثر د هغو خلکو لپاره کارول کېږي چې یو بل هیواد ته د کار کولو لپاره ځي.

محاکمه

که څوک بلجیم کې یو جرم وکړي، نو محاکمه کېږي. دا په دې مانا چې دغه تن نه د پولیسو لخوا پوښتنې کېږي او پرې لازمه ده چې محکمې ته حاضر شي. هغوی جریمه کېږي یا جزا ورکول کېږي.