2. د پروسیجر پر مهال
د پروسیجر پر مهال یو خارجي تبع ښايي ددې لپاره ونیول شي چې:
- هویت یا تابعیت یې معلوم او واضح کړی شي،
- د پټېدو د خطر په صورت کې (تاسو د مهاجرت د دفتر نه ځان پټوې).
- که عارض په جبري توګه د بېرته استولو د پروګرام لپاره د مخکې نه نیول شوی وي او په توقیف خانه کې فقط ددې هدف لپاره یو نوی درخواست ورکړي چې په جبري توګه بېرته استول کېدل وځنډوي،
- که د ملي امنیت یا عامه نظم د حفاظت لپاره داسې کول لازمي وي.