لټون
طبي انتظام (9ter)
که تاسو جدي مریض یاست او هغه تداوي چې تاسو ورته اړتیا لرئ ستاسو په خپل وطن کې موجوده نه وي یا ورته لاسرسی نشي کېدلی نو تاسو د طبي انتظام لپاره درخواست ورکولی شئ. طبي انتظام یو تن ته بلجیم کې د مؤقتې اقامې د قبولۍ حق ورکوي. ددې پروسیجر د پیل کولو لپاره تاسو یو مشخص طبي سند ته اړتیا لرئ.
په زور بېرته استول کېدل
که یو خارجي تبع د سیمې د خوشې کولو د امر اطاعت ونکړي، نو کېدلی شي چې هغه په زور وویستل شي. د ویستلو د کار سر ته رسولو لپاره خارجي تبع ښايي یوې توقیف خانې یا د استوګنې محل ته یوړل شي.
د سرپرستۍ خدمت
یو دولتي خدمت چې د ځانته بهرنیو زیرسن کسانو لپاره سرپرستي تنظیموي.
دوامداره حل
د ځانګړې اقامې پروسیجر. دا د ځانته زیرسن کسانو لپاره یو پروسیجر دی کوم چې د نورو پروسیجرونو تر څنګ پیل کېدلی شي. ته د خپل راتلونکي لپاره د مهاجرت د دفتر او خپل سرپرست سره په شریکه یو حل لټوې. دا کېدی شي: موروپلار سره دې بېرته په یو داسې هیواد کې یو ځای کېدل چیرته چې هغوی قانوني ژوند کوي؛ خپل وطن یا داسې وطن چیرته چې ته قانوني ژوند کولی شې بېرته تلل؛ په بلجیم کې اوسېدل.
راجستري خط
یو خط چې لېږونکی یې د پوسټ د دفتر څخه د لېږلو یو ثبوت ترلاسه کوي. عموماً هغه خط راجستري لېږل کېږي چې مهم خط وي.
کاري وختونه
کاري وختونه هغه ساعتونه دي په کومو کې چې یو دوکان یا دفتر خلاص وي.
ټولنیز ملاتړ
که تاسو د یو باوقاره ژوند د تېرولو توان نلرئ نو تاسو د هغې ټولنیزې مرستې غوښتنه کولی شئ چې CPAS/OCMW کوي. دا د بېلګې په توګه مالي ملاتړ او یا د CPAS/OCMW روزګار کېدلی شي. په ځینو حالتونو کې ټولنیز ملاتړ فقط تر عاجلې صحي مرستې پورې محدود وي.
CAW
د عمومي رفاهي کار مرکز. CAW هغو خلکو سره مسلکي کومک کوي چې مشکلات لري. مشاورین به تاسو سره په شریکه د هغو امکاناتو لټون وکړي چې تاسو سره او ستاسو په شاوخوا کې موجود وي. هغوی تاسو همداراز نورو خدمتونو ته مراجعه کولی شي.
آيي او ایم
مهاجرت لپاره نړیوال سازمان. آيي او ایم د مهاجرت په بشري او مرتبه طریقه ترتیبوي او د مهاجرت په مسئلو نړیوالې همکارۍ ته وده ورکوي. آيي او ایم د عملي حلونو په موندلو کې کومک کوي او محتاجو مهاجرینو سره بشري کومک کوي.
LRI / ILA / LOI
سیمه ییز د اوسېدو ځای یو شمېر کورونه چې انتظام یې د OCMW/CPAS لخوا په یوه ښاروالۍ کې کېږي چیرته چې پناهندګانو او مهاجرو ته ځای ورکول کېږي.
په ځینو خاصو حالتونو کې او د ځینو خاصو شرایطو لاندې، د بلجیم چارواکي ښايي خارجي اتباع په توقیف خانهکې قید کړي.
بلجیم یو وړیا خدمت لري چې د ټولو هغو ماشومانو چې عمر یې د 3 کلونو نه کم وي د روغتیا نظارت کوي. ته د خپل حمل، د ماشوم یا ماشومې د رُشد او د هغه یاا هغې د غټولو په اړه هم پوښتنې کولی شې.
په بلجیم کې زیاتره دوکانونه د سهار د 10 بجو نه د ماښام تر 6 بجو پورې، د دوشنبې نه تر شنبې پورې خلاص وي. د یکشنبې په ورځ دوکانونه بند وي.
په بلجیم کې سړي او ښځې د قانون په وړاندې یو برابر دي. هغوی یو شان حقوق لري. قانون کې ښځې ته د یو برابر حقونو نه ورکولو ممانعت دی. ته همداراز نشې کولی چې چا سره د هغوی د اصلیت، جنسي میلان یا دین پر اساس تبعیض وکړې.