ستا سرپرست، یو داسې څوک چې تا سره کومک کولی شي

آیا ته زیرسن یې او بلجیم کې دې موروپلار نشته؟ نو بیا به پولیس یا د پناهندګۍ خدمتونه د سرپرستۍ خدمتته خبر ورکړي. دغه خدمت به تا لپاره د یو سرپرست په لټون شي.

د سرپرستۍ خدمت به تا لپاره یو سرپرست وټاکي، هغه به یو داسې سړی یا ښځه وي چې تا سره به د پروسیجر، ستا د استوګنې د ځای او بلجیم کې د ژوند په اړه پرېکړو کولو کې مرسته کوي. ستا سرپرست مختلفې چارې ترسره کوي

د سرپرستۍ خدمت به درته یو خط درکړي چې په هغې کې به ستا د سرپرست نوم او جزییات وي. 

دغه خط ځان سره وساته ځکه چې د بلجیم د دولت سره په هر تماس کې به ورته اړتیا لرې. د خپل سرپرست نوم او تلیفون شمېره په خپل موبایل تلیفون کې ثبت کړه.

سرپرست کله درکول کېږي؟

  • چې ستا عمر د 18 کالو نه کم وي (زیرسن).
  • ته بلجیم کې د موروپلار نه غیر ژوند کوې.
  • ته د اروپا نه بیرون کوم هیواد څخه راغلی یې یا ته اروپا کې دننه د کوم هیواد څخه راغلی یې او په آسیب پذیر وضعیت کې یې.
  • تا د نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکړی وي او یا د اوسېدو اجازهنلرې.

د سرپرستۍ خدمت کله ختمېږي؟

  • چې مور یا پلار دې بلجیم ته راشي.
  • ته 18 کلن شې.
  • ته د بلجیم نه لاړ شې.