د کرایې لپاره یو کور پیدا کړئ
تاسو د مهاجر په صفت قبلېدو نه وروسته 2 میاشتې وخت لرئ چې ځان لپاره کور پیدا کړئ. د دغه وخت نه وروسته لازمه ده چې تاسو د CPAS/OCMWد استوګنې مرکز یا کور خوشې کړئ.
که تاسو د 2 میاشتو نه وروسته بیا هم کور نه وي موندلی، نو فیدازیل کولی شي چې دغه موده زیات نه زیات 4 میاشتو لپاره اوږده کړي.
خپل اسناد مو برابر کړئ
خپل کور لپاره د لټون پیل کولو نه مخکې دا خبره یقیني کړئ چې ټول اسناد مو برابر وي.
- یو الکترونیکي د هویت کارت (A)
- یو بانکې حساب او بانکي کارت
- صحي بیمه
تاسو د کرایې د قراردادلپاره دغو اسنادو ته اړتیا لرئ.
د یوه کور لپاره څومره پیسې ورکولاۍ شئ؟
- موږ وړاندیز کوو چې ستاسو د عاید دریمه برخه خپل د کور لپاره وکاروئ. د خپل عاید نیمایي څخه ډیر په کرایه باندې مه کاروئ!
یو کور پیدا کړئ
تاسو د یو کور لټون په دې طریقو کولی شئ
- په شخصي بازار کې: د راهنما له لارې یا د دوستانو، اشنایانو له لارې او یا داوطلب کسان چې تاسو سره به یې پیدا کولو کې کومک وکړي.
- په ټولنیز بازار کې: د ټولنیزې کرایې دفتر (SVK/AIS) یا د ټولنیزو کورونو شرکت (SHM/SLS) هغو خلکو ته کورونه ورکوي چې کور ته اړتیا لري.
د لیدنې لپاره د ملاقات وخت وټاکه
- وګورئ چې آیا کور په ښه حالت کې دی. آیا پوره ځای لري؟ آیا مرطوب ځایونه پکې شته؟ آیا اوبه، بخارۍ او برق پکې شته؟ آیا کور ستاسو د فامیل لپاره یو خوندي ځای دی؟
د کرایې قرارداد شرایط ومنه او لاسلېک کړه
- د کور څښتن او تاسو (کرایه) دار باندې لازمه ده چې یو قرارداد لاسلېک کړئ.
- د کور څښتن د کرایه دار څخه د یوې ضمانتي کرایې غوښتنه کوي. د کرایې ضمانت د 1 نه تر 3 میاشتو د کرایې پورې فرق کوي. تاسو CPAS/OCMW نه غوښتنه کولی شئ چې د کرایې ضمانت مخکې ورکړي، خو په تاسو به وروسته دغه پیسې بېرته ورکول وي.