لټون
نسخه
یو لیکلی سند چې ډاکټر یې مریض ته ورکوي چې پکې لیکل شوې دوایانې دواخانې نه واخلي.
محصل کارکوونکی
یو محصل (منځنی ښوونځی یا لوړې زده کړې) څوک چې د خپلو زده کړو تر څنګ وظیفه هم لري. د محصلانو په وظیفو مشخص مقررات تطبیقېږي. ته باید لږ تر لږه 15 کلن یې.
د عکس شرطونه (پاسپورټ لپاره)
ستاسو د هویت په کارت، خارجي تبع کارت یا پاسپورټ عکس باید په خاصو شرطونو پوره وي. که ستاسو عکس دغه شرطونه نه پوره کوي نو ښاروالۍ باندې لازمه ده چې رد یې کړي.
- د مخ بې طرفه تاثر: خوله بنده، بې له موسکا
- سر باید نېغ او مخې ته وي او اوږدې نېغې، کتل باید نېغ کامرې ته وي.
- مخ باید په بشپړه توګه ازاد وي: تندی، زنه او غوږونه باید ښکاره وي.
- سترګې باید په واضح ډول ښکاري: په لینزونو کې باید انعکاس نه وي، رنګ داره لینزونه باید نه وي، چوکاټ باید ډېر غټ او یا د سترګو خط ته ډېر نږدې نه وي.
عاجله صحي مرسته
که تاسو بلجیم کې د قانوني اقامې نه غیر (په غیر مرتب توګه) اوسېږئ نو تاسو یوازې CPAS/OCMW لخوا د عاجلې صحي مرستې حق لرئ.
SamuSocial
یوه بلجیمۍ خیراتي اداره چې د بروکسل په منطقه او خواوشا ښاروالیو کې بې کوره خلکو ته د اړتیا د عاجلو موادو په برخه کې او صحي او رواني کومک کوي.
د قسم خوړلي ترجمان رسمي ترجمه
د یو رسمي مدرک یوه رسمي ترجمه د قسم خوړلي ترجمان لخوا ښايي په هغه وخت کې اړینه وي چې تاسو دغه مدرک قانوني محکمې، د اسنادو رسمي دفتر یا دولت ته ورکوئ. لازمي ده چې مدرک ټاپه شوی وي، لاسلیک شوی وي او د دقت په اړه یې د لوړې بیان ورسره وي.
د هرکلي مرکز
په بروکسل مرکزکې چیرته چې خلک بلجیم کې د نړیوال حفاظت لپاره خپل درخواست (د پناهندګۍ درخواست) راجستر کوي.
فدرالي حکومت
بلجیم کې یو حکومت چې په ټوله کې د هیواد لپاره پرېکړې کوي.
کورونا ویروس
کورونا ویروس یو والګي ته ورته مرض دی. دا ویروس تنفسي مشکلات، ټوخی او تبه رامینځته کوي. زیاتره خلک ددې ویروس نه بېرته ښه کېږي. د زوړ عمر کسانو او هغو کسانو چې د سږو، زړه یا ګردې مشکلات لري لپاره دا ویروس خطرناک کېدلی شي.
په راغونډېدو بندېز
د 2 نه زیاتو کسانو چې د یو (نږدې) فامیل غړي نه وي په یو ځای کې راغونډېدو باندې بندېز دی.
تاته به یو د اورګاډي یا بس ټکټ درکړی شي چې خپل د استوګنې ځای ته لاړ شې.
پناهندګانو ته حفاظت لپاره د هغوی د درخواست د معاینې پر مهال استوګنځی ورکول کېدلی شي.
آیا تاسو خارجي ډپلومه لرئ؟ NARIC فلاندر د هغو خلکو خارجي ډپلومې رسمي کوي کوم چې فلاندر کې کار یا زده کړې کول غواي.
د موټر چلولو لپاره لازمي ده چې د موټر چلولو یو اعتبار لرونکی بلجیمی یا نړیوال لېسنس ولرئ. که تاسو په خپل وطن کې مخکې نه د موټر چلولو لېسنس اخیستی وي، نو دغه لېسنس نه بلجیم کې د موټر چلولو د لېسنس د درخواست ورکولو لپاره استفاده کولی شئ. که تاسو تر اوسه د موټرچلولو لېسنس نه لرئ، نو لازمه ده چې د موټروانۍ امتحان ورکړئ.
په بلجیم کې د صحي بیمېاخیستل اجباري دي. که تاسو مریض یاستئ نو د صحي بیمې بودیجه د صحي مصارفو یوه لویه برخه ادا کوي. که تاسو د مریضۍ سا کومې پېښې له امله د کار کولو توان نلرئ، نو د معاش په ځای به مالي جبران درکول کېږي.
ته د مهاجر په صفت قبول شوی یې یا درته فرعي حفاظت درکړل شوی دی او غواړې چې فامیل دې بلجیم ته راشي. ددې امکان شته، خو ددې لپاره یو شمېر سخت مقررات دي. فامیل سره د یو ځای کېدو لپاره درخواست ورکولو نه مخکې د قانوني مشورې غوښتنه وکړه.
ایا تاسو د انساني ترافیکیا انساني قاچاق قرباني یاست؟ ایا کوم کارفرما تانه غلطه استفاده کړې، اجبار درباندې شوی چې سوالګري وکړې، د فحاشې په صفت کار وکړې یا جرم ترسره کړې؟ نو بیا د ځینو شرایطو لاندې په بلجیم کې حفاظت ترلاسه کولی شې.
ایا ته د CGVS/CGRAد تصمیم خلاف دعوه کوې؟ ته د تصمیم خلاف د بهرنیانو د قضايي دعوو د قانون شورا (RvV/CCE)ته درخواست ورکولی شې. ددې امکان باره کې خپل وکیل سره مشوره وکړه.
د پناهندګۍ د پروسیجر په اول سر کې دې باید هویتي اسناد (پاسپورټ، هویت کارت) د مهاجرت دفتر یا CGVS/CGRA ته ورکړې.
هیواد په 3 منطقو کې تقسیم شوی دی. هره منطقه یو حکومت لري.