لټون
د جنسیت اظهار
دا چې نړۍ ته تاسو خپل ځان د یوه شخص په حیث څنګه ورښایاسات یا احساس کوئ. تاسو کولی شئ دا د جامو، خبرو، ویښتانو سټایلونو، اشارو له لارې په ډاګه کړئ ...
جنسي هویت
ستاسو جنسي هویت پدې مانا چې تاسو دننه څنګه احساس کوئ. ستاسو داخلي احساس نارینه، ښځینه، دواړه یا هیڅ یو هم کیدی شي. کله چې یو څوک د نارینه او ښځینه احساس وکړې یا د هیڅ یو احساس ونکړې، نو دغه شخص ممکن د غیر بائنری په توګه پیژندل کیږې. که یو څوک د ښځینه یا نارینه جنس سره زیږیدلی وي او هم د ښځینه یا نارینه احساس کوي، موږ ورته سیزجنډر وایو. ټرانسجنډر خلک بیا داسې احساس کوي چې کوم جنس چې دوی ورسره زیږیدلي د دوی د پیژندلو، چلند او احساس سره سمون نلري.
هغه پناهنه غوښتونکي چې د مهاجر په صفت قبول شي بلجیم کې پاتې کېدلی شي.
ایا ته کار پسې ګرځې؟ د کارموندې د یو اژانس سره ثبت نام وکړه.
بلجیم کې د کار او تعلیم کولو او خلکو سره د تماس نیولو لپاره درباندې لازمه ده چې ژبه زده کړې. په بلجیم کې د هالنډۍ یا فرانسوۍ ژبې کورس ویلی شې، کوم چې د نوو رارسېدلو هغو خلکو لپاره جوړ شوي چې دا یې مورنۍ ژبې ندي.
که تاسو د مهاجرت د دفتر سره د راجستر کولو وروسته د استوګنې ځای نه وي ترلاسه کړی، تاسو کولای شئ د انتظار په لیست کې نوم لیکنه وکړئ. په ورته وخت کې، تاسو د طبي پاملرنې او قانوني مرستې مستحق یاست.
پناهندګانو باندې لازمه ده چې د استوګنې د مرکز د مقرراتو احترام وکړي.
انساني قاچاق قرباني یاست؟ ایا کوم کارفرما تانه غلطه استفاده کړې، اجبار درباندې شوی چې سوالګري وکړې، د فحاشې په صفت کار وکړې یا جرم ترسره کړې؟ نو بیا د ځینو شرایطو لاندې په بلجیم کې حفاظت ترلاسه کولی شې.
په بیلجیم کې، خلک د روغتیا بیمې لرونکي دي. که تاسو ناروغ شئ، د روغتیا بیمې صندوق د طبي لګښتونو لویه برخه ورکوي. که تاسو د ناروغۍ یا پېښې له امله کار نشئ کولی، تاسو ته مالي تاوان درکول کېږي ترڅو د معاش ځایناستې شي.
آیا د جنسي میلان یا جنسي هویت له امله په خپل اصلي وطن کې د محکماتي تعقیب څخه ډار لرې؟ ته نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکولی شې.
که ته یو ځانته خارجي زیرسن ماشوم یې، نو هغه مقررات چې کوم اروپايي هیواد ستا د درخواست لپاره مسوول دی (د ډوبلین مقرره) مختلف دي.
بلجیم ځینې هیوادونه 'محفوظ' ګڼي ځکه چې هلته اوسېدونکي عموماً په حفاظت کې ژوند کوي.
