که ته د استوګنې په مرکز کې ژوند نه کوې
که ستا د پناهندګۍ د درخواست د کتل کېدو پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې، نو تا سره به کومه مالي مرسته نه کېږې. ته البته د صحي مرستېحق لرې.
په هغې موده کې چې بلجیم نړیوال حفاظت لپاره ستا په درخواست کار کوي، نو تا ته به د استوګنې په یو مرکزکې د اوسېدو ځای درکړی شي، کوم چې اکثر د فیدازیل یا سرې میاشتې د استوګنې مرکز وي. ستاسو د خوراک او استوګنځي پیسې د بلجیم دولت ورکوي.
دا امکان لري چې ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې (کوډ 207 "غیرموجودګي") ځکه چې
- تا د هرکلي مرکز کې نه اوسېدل غوره کړي: ته خپل د اوسېدو ځای لرې او یا کورنۍ یا دوستانو سره اوسېدلی شې. نو په دې خاطر یو شخصي ادرس باندې اوسېږې.
- فیداسیل درته د اوسېدو ځای ندی درکړی: ته د اوسېدو د ځای حق نلرې.
که ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې نو د پناهنده په صفت درته کومه مرسته درکول کېږي؟
- په تا لازمه ده چې د خوراک او انتظام غم په خپله وخورې
- په تا لازمه ده چې خپل مالي ملاتړ خپله برابر کړې
- ته د صحي مرستې حق لرې
آیا تاسو بل شخصي ادرس ته کډه وړئ؟ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ددغې فورمې په کارولو سره خپل نوی پته د پناه غوښتنې خدماتو (DVZ/OE او CGVS/CGRA) ته ولیږئ.