نامرتبه اقامه

که تا سره د اوسېدو لپاره اعتبار لرونکي اسناد نه وي، نو بیا ته بلجیم کې د اوسېدو د قانوني اقامې نه غیر اوسېږې. تا سره حکومت هیڅ مرسته نه کوي او د کار کولو اجازه نلرې.

هیڅ مرسته درسره نه کېږي

که تا سره په بلجیم کې قانوني اقامه نه وي، نو بیا درباندې لازمه ده چې د هرکلي مرکز یا CPAS/OCMW استوګنځی خوشې کړې. له دې امله ته د فیدازیل د سرپناه ځای او یا CPAS/OCMWد مرستې حق نلرې. ته همداراز د کار کولو اجازه نلرې. د قانوني اقامې نه غیر په بلجیم کې اوسېدل غیرقانوني دي.

که  د هیواد د خوشې کولو امر  درته د مهاجرت د دفتر نه درغلی وي نو بیا لازمي ده چې بلجیم نه لاړ شئ. ددې کار کولو لپاره عموماً 30 ورځې وخت لرې.

که ته لاړ نشې، نو کېدلی شي چې د مهاجرت دفتر دې توقیف خانې ته انتقال کړي او د هغه ځای نه دې خپل اصلي وطن ته ولېږي.

ستا حقونه څه دي؟

د یو دوامي راتلونکي غوره کول

ستا لپاره درې لارې دي:

  • ته دا خبره غوره کولی شې چې خپل وطن ته بېرته لاړ شې.
  • باید دې لپاره اقدامات وکړې چې بلجیم کې قانوني ژوند وکړې. 
  • بل یو داسې هیواد چې ته پکې په قانوني توګه اوسېدلی شې ته د تللو سفر ته ادامه ورکړې.

په دې اړه احتیاط سره فکر وکړه چې ستا او ستا د فامیل د دوامي راتلونکي لپاره تر ټولو بهترینه لاره کومه یوه ده. دې باره کې خپل سوشل ورکر یا وکیل سره خبرې وکړه. هغوی مشوره درکولی شي.