زده کړې او کار

که ته زده کړې کوې یا مکتب ته ځې، نو ته د زده کړو ترڅنګ مؤقت کار کولی شې تر څو یو څه اضافي پیسې وګټې. دې رقم کار ته د محصلۍ کار ویل کېږي.

څوک د محصلۍ کار کولی شي.

  • ستا عمده فعالیت درس ویل دي/ته محصل یې (دغه دي اساسي کار دی)/په یو مکتب کې د محصل په توګه داخل شوی یې.
  • ستا عمر 15 کاله دی او لږ تر لږه دوه کاله دې ثانوي مکتب ویلی دی.
  • یا ستا عمر لږ تر لږه 16 کاله دی.

کومو اسنادو ته اړتیا لرې؟

  • یو د کار جواز یا د کار کولو د اجازې یادونه ستاسو د ثبت نام په سندشوې وي
  • یوه اعتبار لرونکې د اوسېدو اقامه
  • یو لاسلیک شوی د محصلۍ قرارداد محصلینو لپاره د کار قرارداد زیات نه زیات د 1 کال د مودې لپاره کېدلی شي.

عملي

  • د محصلۍ د کار په اړه دې خپل سوشل ورکر ته خبر ورکړه.
  • د محصل په توګه په تا لازمه نده چې د معاش یوه برخه دې د هرکلي مرکز یعنې کمپ ته ورکړې.
  • د محصل په صفت ته په کال کې زیات نه زیات 475 ساعته کار کولی شې.