یو پاملرنه کوونکي فامیل سره د اوسېدو ځای

د ځانته زیرسن ماشوم په توګه ته عموماً د نورو ځوانانو سره یو ځای په یو وړوکي ګروپ یا د استوګنې په یو مرکز کې اوسېږې. خو کېدی شي ته د یو داسې فامیل یا اشنایانو سره ژوند وکړی شې چې مخکې نه بلجیم کې اوسېږي، یا د یو بلجیمي فامیل سره. دغه یو پاملرنه کوونکي فامیل سره استوګنه بلل کېږي.

د ماشومانو د غټېدو لپاره فامیل بهترین ځای دی. د ځانته زیرسن ماشوم په توګه ته یو پاملرنه کوونکي فامیل سره د اوسېدو غوښتنه هم کولی شې.

پاملرنه کوونکی فامیل یو داسې فامیل وي چې ته ورسره په مؤقت ډول اوسېږې. خو پاملرنه کوونکی فامیل داسې څوک هم کېدلی شي چې ته ورسره مخکې نه تړون لرې، د بېلګې په توګه ترور، تره یا ورور چې مخکې نه بلجیم کې اوسېږي.

که د استوګنې د مرکز په ځای یو فامیل یا چا سره اوسېدل غواړې، نو ضرور دا خبره خپل سرپرست او نظارت کوونکو ته وکړه. 

هغوی به درسره اوسېدلو لپاره د یو محفوظ ځای په موندلو کې کومک وکړي. د پاملرنه کوونکي فامیل لپاره لټون کول اسان کار ندی او ځینې وختونه ډېر وخت نیولی شي.

پاملرنه کوونکي فامیل سره ژوند څنګه وي؟

  • ته به د یو تن یا یو فامیل سره شریک اوسېږې.
  • ستا رضاعي موروپلار ستا مسوولیت په غاړه لري، ته خپل ټول مشکلات هغوی ته وروړلی شې.
  • ته مکتب ته ځې او ژبه به زده کوې.
  • ته د خپل پاملرنه کوونکي فامیل سره شریک فعالیتونه کوې او دوستان جوړوې.
  • ستا سرپرست به دې لیدلو ته درځي.

د خپل بیولوژیک فامیل سره تماس

که ته په مؤقت ډول د یو پاملرنه کوونکي فامیل سره ژوند کوې، نو دا په دې مانا ندی چې ته خپل بیولوژیک فامیل سره رابطه ماته کړې. ته خپل موروپلار سره تماس ساتلی شې، حتا که ته د پاملرنه کوونکي فامیل سره اوسېږې.

که تاته معلومه نه وي چې موروپلار یا د فامیل نور غړي دې چیرته دي او که ته د هغوی موندل غواړې، ستا رضاعي والدین او سرپرست(ان) دې درسره د موروپلار او د فامیل نورو غړو په موندلو کې کومک کولی شي.