د عمر معاینه څشی دی؟

کله چې ته نړیوال حفاظتلپاره خپل درخواست راجستر کوې، نو ته باید ووایې چې عمر دې څومره دی. که چیرته د مهاجرت دفتر یا د سرپرستۍ خدمت ستا د عمر په اړه شک لري، نو درته وبه وايي چې ته یوه د عمر معاینه ترسره کړې.

د عمر معاینه

 

د عمر معاینه څشی دی؟

په یو روغتون کې به یو ډاکټر ستا د غاښونو، د اوږې د هډوکي او څنګل یو رادیوګراف واخلي. دا معاینه درد نه لري. ډاکټر دغه عکسونه معاینه کوي او تصمیم نیسي چې ستا عمر د 18 کالو نه زیات که کم دی. د عمر د دغه ټیسټ پر اساس به د سرپرستۍ خدمت پرېکړه کوي چې آیا ته زیرسن یې که نه.

بالغ؟

که د سرپرستۍ خدمت پرېکړه وکړي چې ته بالغ یې نو بیا؟ ستا وکیل د دغې پرېکړې خلاف (د 60 ورځو دننه) د اپیل درخواست ورکولی شي. دا پروسیجر ډېر اوږد وخت نیولی شي. کله چې ته د ځواب انتظار کوې، او یا که د اپیل درخواست ورنکړې، نو د پناهندګۍ پروسیجر د یو بالغ په صفت مخته بیایې.