ځانته زیرسن ماشومانو لپاره د اقامې ځانګړی پروسیجر

د پناهندګۍ د پروسیجر برسېره، یو داسې د اقامې پروسیجر هم شته چې په مشخصه توګه د ځانته زیرسن ماشومانو لپاره دی. د خپل سرپرست سره مشوره وکړه چې آیا دغه پروسیجر تا لپاره یو ښه انتخاب دی که نه.

د ځانګړې اقامې پروسیجر څه شی دی؟

  • ستا سرپرست د ځانګړې اقامې د پروسیجر لپاره درخواست داخلوي. ستا سرپرست به تانه ستا د اصلي وطن، ستا د فامیل د غړو او ستا د هویت د اسنادو په اړه پوښتنې وکړي. څومره چې امکان لري د ځوابونو ورکولو کوښښ وکړه.
  • د مهاجرت دفتر به تا او ستا سرپرست بروکسل کې د یوې مرکې لپاره وغواړي. ځینې وختونو کې د مهاجرت دفتر ستا یو دوست یا اشنا څوک چې بلجیم کې ستا د وضعیت په اړه زیاته توضیح ورکولی شي هم وربلي.
  • د مرکې پر مهال ته په ازادۍ سره د خپل وضعیت او راتلونکي لپاره د خپلو خواهشاتو په اړه خبرې کولی شې. ستا سرپرست او یو ترجمان په مرکه کې حضور لري. ستا وکیل هم حضور لرلی شي.

د ځانګړې اقامې پروسیجر کې پرېکړه

د مرکې نه وروسته به مونږ ستا د وضعیت لپاره د یو دوامداره حل لټون وکړو. تا لپاره درې احتمالات دي.

  • خپل مور او پلار سره په هغه هیواد کې یو ځای کېدل چیرته چې هغوی موجود وي
  • خپل اصلي وطن ته او یا بل داسې هیواد چیرته چې ته اوسېدلی شې ستنېدل. د مهاجرت دفتر د بېرته ستنېدو امر درکوي.
  • په بلجیم کې قانوني استوګنه

استوګنه په بلجیم کې

که تا ته د پروسیجر نه وروسته بلجیم کې د اوسېدو اجازه درکړی شوه، نو تاته به 1 کال لپاره د اقامې اجازه درکړی شي. په دغه وخت کې تا باندې لازمي ده چې بلجیم کې ژوند جوړ کړې: مکتب ته لاړ شې، ژبه زده کړې، دوستان پیدا کړې، او داسې نور.

ستا د اوسېدو د اجازې د وخت د ختمېدو نه یوه میاشت مخکې به ستا سرپرست یو نوی درخواست وکړې او بلجیم کې ستا د ژوند (ستا د فامیل د وضعیت، ستا مکتب، ستا د ژبې د مهارتونو) په اړه یو راپور ورکړي.

د 3 کلونو نه وروسته ته بلجیم کې (مستقله) د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شې.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرې؟

د مهاجرت د دفتر په ویبسایټ به ستا سرپرست د ځانګړې اقامې د پروسیجر په اړه معلومات پیدا کړي.

تماس د مهاجرت د دفترسره.