ستا سرپرست، یو داسې څوک چې تا سره کومک کولی شي
آیا ته زیرسن یې او بلجیم کې دې موروپلار نشته؟ نو بیا به پولیس یا د پناهندګۍ خدمتونه د سرپرستۍ خدمتته خبر ورکړي. دغه خدمت به تا لپاره د یو سرپرست په لټون شي.
د سرپرستۍ خدمت به تا لپاره یو سرپرست وټاکي، هغه به یو داسې سړی یا ښځه وي چې تا سره به د پروسیجر، ستا د استوګنې د ځای او بلجیم کې د ژوند په اړه پرېکړو کولو کې مرسته کوي. ستا سرپرست مختلفې چارې ترسره کوي
د سرپرستۍ خدمت به درته یو خط درکړي چې په هغې کې به ستا د سرپرست نوم او جزییات وي.
سرپرست کله درکول کېږي؟
- چې ستا عمر د 18 کالو نه کم وي (زیرسن).
- ته بلجیم کې د موروپلار نه غیر ژوند کوې.
- ته د اروپا نه بیرون کوم هیواد څخه راغلی یې یا ته اروپا کې دننه د کوم هیواد څخه راغلی یې او په آسیب پذیر وضعیت کې یې.
- تا د نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکړی وي او یا د اوسېدو اجازهنلرې.
د سرپرستۍ خدمت کله ختمېږي؟
- چې مور یا پلار دې بلجیم ته راشي.
- ته 18 کلن شې.
- ته د بلجیم نه لاړ شې.