تاسو د استوګنې په مرکز کې ژوند نه کوئ او طبي مرستې ته اړتیا لرئ

په بیلجیم کې د کډوالۍ غوښتونکي په توګه، تاسو د طبي پاملرنې او د وړو لګښتونو روغتیا خدماتو حق لرئ. تاسو چېرته تللی شئ؟ او څه ته باید پام وکړئ؟

که تاسو ډاکټر یا درملو ته اړتیا لرئ او د استوګنې په مرکز کې نه اوسیږئ، لومړی ګام دا دی چې د عمومي ډاکټر (GP) سره د ملاقات نوبت واخلئ. تاسو عمومې ډاکټران په هر ښارګوټې یا ښار کې موندلۍ شئ.

عمومي ډاکټر(GP) ستاسو لپاره شتون لري:

  • که تاسو د ناروغۍ په صورت کې مرستې ته اړتیا لرئ یا د یوې پېښې (حادثې) وروسته
  •  که تاسو رواني (ذهني) مرستې
  • ته اړتیا لرئ د طبي تعقیب لپاره، لکه که تاسو شکر (ډایبېټس)
  • لرئ یا حامله یاست ترڅو تاسو نږدې ډاکټر یا روغتون ته راجع کړي
  • ستاسو د واکسینونو

او درملو لپاره عمومي ډاکټر(GP) به ستاسو لپاره یو عمومي طبي ریکارډ وساتي. تاسو باید دې ته رضایت ورکړئ. ستاسو عمومي طبي ریکارډ ستاسو د روغتیا په اړه ټول معلومات لري. عمومي ډاکټر (GP) کولی شي دا هم تشریح کړي چې په بلجیم کې روغتیايي سیستم څنګه کار کوي.

د عمومي ډاکټر (GP) لخوا طبي پاملرنه

د عمومي ډاکټر (GP) په دفتر کې ملاقات تاسو باید لومړی

د عمومي ډاکټر (GP) ته له تګ مخکې یو ملاقات (نېټه او وخت) وټاکئ. تاسو کولی شئ دا کار د ویب‌سایټ یا اپلیکیشن له لارې ترسره کړئ. همدارنګه کولی شئ د عمومي ډاکټر (GP) دفتر ته ټیلیفون وکړئ.

د معاینې پر مهال، عمومي ډاکټر (GP) به له تاسو څخه پوښتنې وکړي، تاسو معاینه کړي او که اړتیا وي درمل به درته تجویز کړي. یو عمومي ډاکټر (GP) د ټولو ډولونو ناروغیو په اړه معلومات لري.

ټول هغه څه چې تاسو د مشورې پر مهال وایئ، محرم دي. عمومي ډاکټر (GP) د مسلکي محرمیت له اصولو سره مکلف دی او ستاسو د اجازې پرته معلومات شریک نه کړي.

د مشورې وروسته، عمومي ډاکټر (GP) به پرېکړه وکړي چې تاسو ته د مرستې تر ټولو غوره لاره کومه ده او ایا تاسو درملو ته اړتیا لرئ که نه. عمومي ډاکټر (GP) ممکن پرېکړه وکړي چې تاسو روغتون یا ځانګړي متخصص ډاکټر ته راجع کړي.

په روغتون کې ملاقات

ډاکټر یا نرس ممکن تاسو روغتون ته راجع کړي، څو د ځانګړي متخصص ډاکټر لخوا معاینه وشي یا د داخلېدو (بستر کېدو) لپاره، همدارنګه تاسو کولی شئ پخپله هم په روغتون کې ملاقات وخت وټاکئ. 

که تاسو د مشورې په وخت کې ژباړونکي ته اړتیا لرئ، نو روغتون ته خبر ورکړئ.

په هغه ورځ چې تاسو په روغتون کې ثبتېږئ، باید د خپل ډاکټر راجع لیک (ریفیرل) او خپل نارنجي کارت، ضمیمه 26 یا بل د پېژندنې سند له ځان سره راوړئ. 

روغتون به لومړی وګوري چې ایا تاسو د فیداسیل لخوا اړینې طبي پاملرنې لپاره مستحق یاست که نه. ځینې طبي خدمات د فداسیل د ډاکټر له تایید پرته نه شي کېدای، مخکې له دې چې د حکومت روغتیایي اداره CAAMI-HZIV لګښتونه درته بیرته درکړي، باید د فداسیل د ډاکټر منظوري ترلاسه شي. تاسو کولی شئ د دې لپاره آنلاین فورم وکاروئ (چې په څو ژبو کې شتون لري).

د فیداسیل له منظورۍ وروسته، د روغتیا اداره CAAMI-HZIV به ستاسې طبي لګښتونه مستقیم روغتون ته تادیه کړي. 

مهرباني وکړئ پام وکړئ: اضافي لګښتونه، لکه د یوازیني خونې لګښتونه، د فداسیل له خوا به نه منل کېږي.

که تاسو نشئ کولی په خپل ټاکلي ملاقات کې ګډون وکړئ، باید ژر تر ژره روغتون ته خبر ورکړئ. که تاسو هغوی ته خبر ورنه کړئ، نو د نه ترسره شوي ملاقات لګښت باید تادیه کړئ. او ډاډه اوسئ چې د ملاقات وخت ته په وخت ورسیږئ!

په روغتون کې ملاقات نوبت

د یوه روغتون عاجله څانګه یوازې د عاجله صحې مرستې لپاره د لاسرسې وړ ده.

تاسو یوازې د لاندې حالتونو کې د روغتون بیړنۍ څانګې ته ځئ:

  • د امبولانس له لارې
  • د عمومي ډاکټر (GP) 
  • د راجع کولو وروسته کله چې تاسو پخپله فکر کوئ چې بیړنۍ او عاجلې طبي مرستې ته اړتیا ده

ستاسو طبي لګښتونه

فداسیل به ستاسو د طبي لګښتونو ډېره برخه ورکړي. د روغتون او درملتون د لګښتونو لپاره، فداسیل د حکومت د روغتیایي ادارې CAAMI-HZIV سره همکاري کوي. 

د روغتون او درملتون د لیدو لپاره تاسو د فداسیل له خوا د لګښت د غوښتنې ته اړتیا نه لرئ. 

د روغتون څخه بهر د لیدنې لپاره، د مثال په توګه عمومي ډاکټر (GP) یا نورو روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو ته لکه د غاښونو ډاکټر، فزیوتراپیست یا رواني مشاور ته، تاسو د فداسیل له خوا د لګښت د غوښتنې ته اړتیا لرئ

که تاسو د کار قرارداد لاندې معاش لرونکې دنده لرئ، کولی شئ د خپلې خوښې د روغتیا بیمې صندوق کې هم شامل شئ. په دې توګه، روغتیایي بیمې صندوق او نه فیداسیل به د طبي لګښتونو ډیری برخه ورکړي. تاسو باید لومړی خپله ګډه تادیه د روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ته ورکړئ، او فیداسیل به تاسو ته د رسید او د پیسو د ثبوت پر بنسټ پیسې بیرته درکړي.

ستاسو روغتیايي لګښتونه

ددغه اجازه لېک لپاره څنګه درخواست کولۍ شئ؟

  • ستاسې له دې څخه څو ورځې مخکې چې تاسې د عمومي ډاکټر (GP) یا د روغتون څخه بهر بل روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ته مراجعه کوئ، تاسې (یا روغتیايي خدمت وړاندې کوونکی) باید فیداسیل ته غوښتنلیک وسپارئ.
  • مهرباني وکړئ ددې لپاره آنلاین فورمه وکاروئ (چې په څو ژبو کې شتون لري).
  • د فورمې له ډکولو وروسته، تاسې به لومړی یو برېښنالیک ترلاسه کړئ چې پکې به درته خبر درکړل شي چې ایا فیداسیل ستاسې د طبي لګښتونو مسؤلیت لري که نه.
  • که فیداسیل د طبي لګښتونو د تادیې سره موافقه وکړي، تاسې به دوهم برېښنالیک ترلاسه کړئ چې پکې به یو سند وي، چې ریکویزیتوریم بلل کېږي. 
  • د فداسیل د لګښت غوښتنه له ځان سره عمومي ډاکټر (GP) یا د روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ته یوسئ. د فداسیل د لګښت غوښتنه هم کولی شي په مستقیم ډول د روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ته واستول شي.
  • که تاسې ریکویزیتوریم لرئ، نو هیڅ پیسو ته اړتیا نه لرئ. له ستاسو د مشورې وروسته، فداسیل د طبي لګښتونه مستقیم د روغتیايي خدمت وړاندې کوونکي ته تادیه کوي.

درمل په درملتون کې اخیستل

په درملتون کې تاسو کولی شئ هغه درمل ترلاسه کړئ چې ډاکټر درته نسخه کړې ده. 

درملتون والا به هم د درملو د استعمال څرنګوالی او ممکنه اړخیزې اغېزې درته تشریح کړي.

تل د ډاکټر نسخه او خپلنارنجي کارت، ضمیمه 26 یا بل د هویت سند له ځان سره درملتون ته یوسئ. 

درملتون والا به لومړی وګوري چې تاسو د فیداسیل لخوا د اړتیا وړ طبي پاملرنې مستحق یاست که نه. ځینې طبي خدمات د فداسیل د ډاکټر له تایید پرته نه شي کېدای، مخکې له دې چې د حکومت روغتیایي اداره CAAMI-HZIV لګښتونه درته بیرته درکړي، باید د فداسیل د ډاکټر منظوري ترلاسه شي. 

د فیداسیل له منظورۍ وروسته، د روغتیا اداره CAAMI-HZIV به د درملو لګښتونه مستقیم درملتون ته تادیه کړي. 

تاسو کولی شئ هغه درمل هم په درملتون کې واخلئ چې د ډاکټر نسخې ته اړتیا نه لري، لکه درد کموونکي درمل. که تاسې درمل پرته له نسخې واخلئ، نو باید ټول لګښت خپله ورکړئ.

د دواخانې څخه درمل را اخیستل

که تاسې طبي بل ترلاسه کړئ، څه باید وکړئ؟

که تاسو په کور کې د طبي بل (او یادونې یا د اجرایي مامورینو لیکونه) ترلاسه کړئ، باید دا لیکونه ژر تر ژره فداسیل ته واستوئ:

  • د برېښنالیک له لارې: medic@fedasil.be  
  • د پُست له لارې: Fedasil - Fedasil Medical Costs Unit, Rue des Chartreux 21 - 1000 Bruxelles  

مهرباني وکړئ هغه د فداسیل د لګښت غوښتنه هم ورسره ضمیمه کړئ چې د بل سره راغلې وه. 

که ملاقات عاجل و او مخکې له مخکې د ریکویزیټوریم غوښتنه کول ممکن نه وو، نو خپل شخصي معلومات (ملي شمېره یا OV شمېره) هم ورسره اضافه کړئ. تاسې کولی شئ خپله ملي شمېره یا OV شمېره په ضمیمه 26 کې ومومئ چې د کډوالۍ ادارې څخه مو ترلاسه کړې ده. 

فیداسیل به دا وڅېړي چې آیا د لګښتونو بیرته ورکول مناسب دي که نه.

آیا تاسو غواړئ د هغو لګښتونو بیرته تادیه (جبران) ترلاسه کړئ چې تاسو په مستقیم ډول تادیه کړي دي؟

د طبي لګښتونو د بیرته تادیې لپاره د هر ډول درخواست لپاره، فیداسیل باید لاندې اسناد ترلاسه کړي: 

  • اصلې بیجک یا د هغه کاپې
  • د بیجک د تادیې مدارک
  • د بانک د کارټ کاپې. که د بانک کارټ د ناروغ په نوم نه وي، د غوښتونکي یو لیک باید ضمیمه شي چې ټاکل شوي حساب شمیرې ته د تادیې لپاره موافقه کوي.
  • ریکوزیتوریم یا ستاسو شخصي توضیحات (ملي شمیره یا د OV/SP شمیره که چیرې ملاقات بیړنۍ وي او مخکې له مخکې د غوښتنلیک سپارل ممکن نه وي).
  • دا اسناد فداسیل ته په لاندې پته واستوئ:  

    د برېښنالیک له لارې: medic@fedasil.be

    د پُست له لارې: Fedasil - Fedasil Medical Costs Unit, Rue des Chartreux 21 - 1000 Bruxelles 

فیداسیل به یې څیړنه وکړي چې دغه لګښتونه به تادیه کوي که نه.

هغه طبي اسناد یا بلونه چې د فیداسیل د معلوماتو مرکز پته ته ولېږل شي، نه به تر لاس لاندې ونیول شي او نه به ورته رسېدګي وشي.

د صحی مرستي لپآره نور معلومات؟

فیداسیل صحي لګښتونو یونټ

د تلیفون له لارې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9 بجو څخه د غارمي تر 12 بجو پورې شتون لري.
02/213 43 00 (NL)
02/213 43 25 (FR)
بریښنالېک: medic@fedasil.be
پته: Kartuizersstraat 21, 1000 Brussels

عاجله طبی مرسته

ایا عاجلی طبی مرستې ته اړتیا لرئ؟ په بروکسیل کې Refugee Medical Point ته لاړ شئ. په سایټ کې ډاکټران ، نرسان او روانی پوهان به تاسو سره ستاسو د طبی ستونزو سره مرسته وکړی. 

کار ساعتونه
دوشنبه      د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 4 بجو پورې
سه شنبه    د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 4 بجو پورې
چهار شنبه د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 4 بجو پورې
پنج شنبه     د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 2 بجو پورې
جمعه         د سهار له 9 بجو څخه تر غارمې 4 بجو پورې
شنبه          تړلۍ دي
یکشنبه            تړلۍ

آدرس: Boulevard de Waterloo 125, 1000 Brussels

ایا تاسې د ژوند له خطر سره مخ یاست؟ د بېړني حالت شمېرې 112 ته زنګ ووهئ.