روغتیایی بیمه
په بیلجیم کې، خلک د روغتیا بیمې لرونکي دي. که تاسو ناروغ شئ، د روغتیا بیمې صندوق د طبي لګښتونو لویه برخه ورکوي. که تاسو د ناروغۍ یا پېښې له امله کار نشئ کولی، تاسو ته مالي تاوان درکول کېږي ترڅو د معاش ځایناستې شي.
د بیلجیم په فیداسیل کې د کډوالۍ غوښتونکي په توګه، فیداسیل به ستاسو ډیری طبي لګښتونه ورکړي. خو که تاسو د کډوالۍ غوښتونکي په توګه د کار قرارداد لاندې معاش لرونکی کار لرئ، تاسو کولای شئ د خپلې خوښې روغتیا بیمې صندوق سره هم یوځای شئ.
که تاسو د مهاجر په صفت قبول شوئ، نو درباندې لازمه ده چې د خپلې خوښې یوه په رسمیت پېژندل شوې د صحي بیمې بودیجه کې شامل شئ. که تاسو نه غواړئ د روغتیا بیمې صندوق سره یوځای شئ، تاسو کولای شئ د حکومت روغتیایې ادارې CAAMI-HZIV سره وړیا ګډون وکړئ.
د صحي بیمې بودیجه تاسو لپاره څه کوي؟
د روغتیا بیمې صندوق (یا ‘متقابل صندوق’)
• د طبي لګښتونو پوښښ برابروي
• که تاسو د ناروغۍ یا پېښې له امله کار نشئ کولی، مالي امتیازات ورکوي
• د میندتوب رخصتۍ په جریان کې مالي امتیازات ورکوي (د ماشوم زېږون وروسته)
• د کور پاملرنې خدمات تنظیموي (د ماشومانو او سپینږیرو خلکو لپاره مرسته)
• د ناروغانو د کور پاملرنې لپاره طبي وسایل په پور ورکوي.
د صحي بیمې مصرف څومره دی؟
که تاسو ګډون وکړئ، نو تاسو باید کلنۍ ټاکلې برخه ورکړئ (د €100 او €120 ترمنځ). ماشومانو او نورو وابستګانولپاره صحي بیمه وړیا ده.
د صحي بیمې کومې بودیجې شته؟
عیسوي صحي بودیجه، لبرال صحي بودیجه، سوشلسټ صحي بودیجه، خپلواکه صحي بودیجه، بې طرفه صحي بودیجه. د RIZIV/INAMIپه ویبسایټ تاسو د ټولو صحي بیمو د بودیجو یوه عمومي کتنه موندلی شئ.
د روغتیا اداره CAAMI-HZIV
د روغتیا او معلولیت بیمې اداره CAAMI-HZIV یوه حکومتي روغتیا اداره ده. دا په دې معنی ده چې صحي اداره خپل خدمات هر چا ته وړاندې کوي، پرته له دې چې ستاسو طبي، اقتصادي، کلتوري یا فلسفي شالید څه وي. تاسو کولای شئ د روغتیا ادارې CAAMI-HZIV سره وړیا ګډون وکړئ.
فیداسیل د CAAMI-HZIV سره کار کوي ترڅو په بلجیم کې د کډوالو د طبي لګښتونو تادیه وکړي.
ګډه تادیه
که تاسو د خپلې خوښې روغتیا بیمې صندوق غړی یاست، نو کله چې د روغتیا خدماتو لپاره ډاکټر ته لاړ شئ یا درملتون کې درمل واخلئ، تاسو باید د ګډې تادیې پیسې ورکړئ. د عمومي ډاکټر (GP) سره د مشورې لپاره د ګډې تادیې تر 1 او 4 یورو پورې دی.
که تاسو د کډوالۍ غوښتونکی یاست، تاسو کولی شئ له فیداسیل څخه ګډه تادیه بیرته ترلاسه کړئ. د ځینو درملنو یا درملو لپاره په روغتون کې، ډاکټر ممکن اضافي فیس هم واخلي.
څنګه ګډه تادیه بیرته ترلاسه کړو؟
- تاسو باید د درملتون څخه د BVAC سند ترلاسه کړئ یا د روغتیا چمتو کوونکي څخه رسید ترلاسه کړئ. تاسو دا سند د تادیې د ثبوت (د بانکي لېږد یوه کاپي) سره فیداسیل ته وړاندې کوئ.
- که تاسو د استقبالیې په مرکز کې نه اوسېږئ، خپل شخصي معلومات (ملي شمیره یا OV/SP شمیره)، د BVAC سند او د پیسو غوښتنه د فیداسیل د طبي لګښتونو څانګې ته د
- ایمیل له لارې واستوئ: medic@fedasil.be
- د پُست له لارې: Fedasil Medical Costs Unit , Rue Chartreux 21 - 1000 Brussels
- که تاسو د استقبالیې په مرکز کې اوسېږئ، د BVAC سند یا رسید او د تادیې ثبوت د مرکز د طبي خدماتو سره وسپارئ.
- فیداسیل به بیا د ګډې تادیې ستاسو حساب ته یا د دریمې ډلې حساب ته د حساب لرونکي په اجازه ورکړي.
