په CGVS/CGRA کې ستاسو شخصي مرکه

د شخصي مرکې په جریان کې به تاسو واضح کړئ چې ولې تاسو خپل اصلي هیواد پریښود او ولې تاسو بیرته ستنیدلی نه شئ ېا ېې نه غواړئ چې ستانه شئ.

په CGVS/CGRA کې مرکه

مرکه پهCGRS (CGRA/CGVS) ستاسو په پروسه کې ېو دېره اړینه مرحله ده دنړېوال خوندیتوب لپاره. د خوندیتوب افسر به له تاسو ډیری پوښتنې وکړي چې تاسو څوک ېاست، تاسو له کوم ځای څخه راغلي ېاست، ولې تاسو خپل هیواد پریښود او ولې بیرته نه شي ستنېدلی. 

مرکې لپاره څنګه باید ځان ښه تیار کړئ؟

  • د خپل وکیل سره یوځای د مرکې لپاره ځان چمتو کړئ.
  • له ذهني پلوه ځان چمتو کړئ. 
  • اسناد او شواهد چمتو کړئ.
  • خپله کیسه بیان کړئ. اړونده مرکه په بشپړه توګه محرمه ده.
  • مرکه به له 3 څخه تر 4 ساعتونو پورې دوام وکړي، خو دا اوږده یا لنډه کیدلی هم شي.

کولی شئ تفصيلي معلومات ویب پاڼه کې ومومئwww.asyluminbelgium.be تر دوهمې مرکې لاندې.

یو شفاهي ژباړونکی

که چېرې تاسو په لومړنۍ مرکه کې دکډوالۍ په دفتر که غوښتننه وکړه چې تاسو یوهشفاهي ژباړونکي، ته اړتيا لرئ، یو شفاهي ژباړونکی به په CGRS کې مرکه کې ګډون وکړي. اړونده شفاهي ژباړونکی به هر هغه څه چې د مرکې په جریان کې ویل کیږي په لفظي توګه وژباړي. شفاهي ژباړونکی نه شي کولی چاته ووايي چې تاسو په مرکه کې څه ووېل. شفاهي ژباړونکی په پریکړه هیڅ اغیزه نه لري.

د مرکې کاپي

تاسو کولی شئ د مرکې د لیکلي کاپي غوښتنه وکړئ (په هالنډي او فرانسوي ژبو) کې. تاسو کولی شئ دا د خپل وکیل او/ېا یوه شفاهي ژباړونکي په مرسته بیاکتنه وکړئ او پکې اصلاحات یا اضافه وکړئ.

وېډيو وګورئ په www.asyluminbelgium.be ترڅو پوه شئ چې اړونده مرکه څرنګه ترسره کیږي.