محرمیت او سلب مسئولیت

اوسنی اعلام شرح کوي چې څنګه فداسیل د ویب پاڼو د استعمال په اړه شخصي ډیټا پروسس کوي د کومو لپاره چې فداسیل مسؤل دی.

د شخصي ډیټا پروسس کول

د محرمیت خوندیتوب په اړه د بلجیم د 1992 دسمبر 8 نیټې قانون د شخصي ډیټا د پروسس کولو په اړه ځینې حقونه تضمینوي. دا ټول هغه ډیټا ده چې د یوه شخص مستقیم یا غیرمستقیم شناخت کوي. سر له اوسه شخصي ډیټا د عمومي ډیټا د خوندیتوب مقررات (GDPR)، د شخصي ډیټا د پروسس کولو اړوند د طبیعي اشخاصو او د دا ډول ډیټا د آزاد حرکت خوندیتوب په اړه د 2016 اپریل 27 نیټې د اروپا د پارلمان او شورا مقرراتو (EU) 2016/679 لخوا هم تنظیمیږي.

فداسیل په www.fedasil.be، www.voluntaryreturn.be او www.fedasilinfo.be په ویب پاڼو کې راټول شوي ستاسې د شخصي ډیټا پروسس کولو مسؤلیت لري. د فداسیل د مسؤلیت لاندې ویب پاڼو کتنې سره، تاسې قبلوئ چې ستاسې شخصي ډیټا د اوسني اعلام د شرایطو سره په مطابقت کې پروسس کیږي.

کله چې تاسې د فداسیل ویب پاڼه کې شخصي معلومات ورکړئ، د مثال په توګه د اړیکې فورمه ډکه کړئ، نو ستاسې ډیټا به یوازې د ټاکلي نهایی موخو لپاره کارول کیږي او په ورته مهال کې ستاسې غوښتنې ته په غوره ډول ځواب ورکولو کې. موږ به دا ډیټا هیڅکله دریمو ډلو ته ورنکړو.

فداسیل یوازې کوکیز کاروي چې د ویب پاڼې کارونکي لپاره ټیټ خطر لري. دا کوکیز د ژبني ترجیحاتو خوندي کولو او په بې نومې ډول د استعمال احصایی تولیدولو لپاره کارول کیږي.

د اړوند شخص حقونه

د شخصي ډیټا د خوندیتوب په اړه عمومي مقررات د خپلې شخصي ډیټا د کنټرول په تړاو د اتباع ځانګړي حقونه تضمینوي. هر تبعه لاندې حقونه لري:

معلومات او خپلې شخصي ډیټا ته لاسرسی، د خپلې ډیټا د کاپي ترلاسه کولو حق؛

د غلطې شخي ډیټا تصحیح یا د شخصي ډیټا پاکول؛

د خپلې شخصي ډیټا د پروسس کولو په اړه محدودیت؛

د اتومات پریکړه کولو او پرفایلینګ پروړاندې د نیوکې سپارل؛

د ډیټا د لیږد وړتیا.

تاسې کولی شئ د privacy@fedasil.be له لارې یا د اړیکې فورمې له لارې خپلو پوښتنو کولو سره د فداسیل نه د دې حقونو پوښتنه وکړئ، موږ به د یوې میاشتې په موده کې ستاسې پوښتنې ځواب کړو.

د ډیټا د خوندیتوب اقدامات

فداسیل د هغه ډیټا د امنیت تضمین لپاره هره هڅه کوي د کومې مسؤلیت چې لري. د قانوني لانجې په صورت کې، dpo@fedasil.be ته د بریښنالیک په واسطه د ډیټا د خوندیتوب افسر ته شکایت کولی شئ یا هم د ډیټا د خوندیتوب غوښتنلیک مسؤل د بلجیم ځایی سوپروایزر ته.

د ډیټا د خوندیتوب سوپروایزر

Rue de la Presse, 35, 1000 Brussels

+32 (0)2 274 48 00

contact(at)apd-gba.be

د چاپ حق

انځورونه: په www.fedasilinfo. کې ښودل شوي عکسونو او انځورونو د چاپ حق د فداسیل سره دی غیرلدې که کوم بل ډول ویل شوي وي.

متن: غیر لدې که کوم بل ډول ویل شوي وي، په www.fedasilinfo.be کې معلومات د چاپ حق نه معاف دي.

بیاځل تولید: د دې معلوماتو (متن او عکسونو) شخصي استعمال وړیا او مجاز دی، البته سرچینه یې باید مشخص شي ("معلومات په بلجیم کې د پناه غوښتونکو لپاره د معلوماتو مرکز، www.fedasilinfo.be نه اخیستل شوي دي").

خبرتیا

د کیفیت اندیښنې: فداسیل په www.fedasilinfo.be کې خپریدونکي معلوماتو کیفیت ته خورا ډیره توجه کوي. که چیرې په www.fedasilinfo.be کې خپاره شوي معلوماتو ځینې برخه غلطه وي، هرڅومره ژر چې ممکن وي فداسیل یې د سمون لپاره اقدام کوي.

مسؤلیت: فداسیل پدې ویب پاڼه کې موجود معلوماتو له امله د هیڅ ډول مستقیم یا غیرمستقیم زیان لپاره مسؤل نشي ګڼل کیدی.