آیا صحي مشکلات لرئ؟

ایا ته داسې صحي مشکلات لرې چې مرکه دې ښايي پیچلې کړي؟ دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.

ته یوازې سفر نشې کولی

ایا د صحي مشکلاتو له امله ته نشې کولی چې د CGVS/CGRA یا د مهاجرت د دفتر مرکې ته یوازې حاضر شې؟ دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه. هغه به درسره برسلز ته رسېدلو کې مرسته وکړي او دغو خدمتونو ته به ستا د صحي وضعیت په باره کې خبر ورکړي.

احتمالي صحي مشکلات:

  • که د ویلچیر نه استفاده کوې
  • که ګرځېدو کې مشکل لرې
  • حامله یې او اوږد سفر نشې کولی

د مرکې پر مهال

د CGVS/CGRA یا د مهاجرت د دفتر سره مرکه په ارام سره ترسره کېږي، خو اوږد وخت، کله کله تر 4 ساعتونوپورې دوام کوي. لږ تر لږه یوه وقفه پکې وي. ته د یوې اضافي وقفې درخواست کولی شې.

ایا ته داسې صحي مشکلات لرې چې مرکه دې ښايي پیچلې کړي؟ دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.

احتمالي صحي مشکلات:

  • که ته کوڼ یې یا ښه نشې اورېدلی
  • ته ګونګ یې یا په خبرو کولو کې مشکل لرې

ته مرکې ته نشې حاضرېدلی

ایا ته د صحي مشکلاتو له امله نشې کولی چې CGVS/CGRA سره مرکې ته حاضر شې؟ څومره زر چې کېدلی شي CGVS/CGRA ته خبر ورکړه.

په تا ضروري ده چې د یو راجستري خط له لارې مرکې ته د حاضرېدو د ناتوانۍ د دلیل ثبوت ورواستوې.

د مثال په توګه، که د مرکې په وخت کې په روغتون کې بستري وې نو ښايي دغه یو ثبوت وي. که ته خبر ورنکړې نو CGVS/CGRA کېدی شي منفي تصمیم درکړي. خپل سوشل ورکر نه د کومک غوښتنه وکړه.