ستا د سرپرست کارونه

که ته زیرسن یې او بلجیم کې د مور او پلار نه غیر ژوند کوې، نو ستا لپاره به سرپرستوټاکل شي.

ستا سرپرست درسره د مهمو ملاقاتونو پر مهال منډه ترړه کوي او د پرېکړو په کولو کې درسره کومک کوي.

  • په کوم ځای کې چې ته اوسېږې نو سرپرست به دې هلته (لږ تر لږه میاشت کې یو ځل) درسره ویني.
  • سرپرست به دې د ملاقات پر مهال درسره خبرې کوي او ستا د پوښتنو د ځوابونو درکولو کوښښ به کوي. که ضرورت و نو هغه به درسره د ترجمان په مرسته خبرې کوي.
  • ستا سرپرست به تا سره د پناهندګۍ خدمتونو (دمهاجرت دفترCGVS/CGRA، RvV/CCE) کې ملاقاتونو ته ځي.
  • ستا سرپرست درسره اوسېدو لپاره د ځای په لټون کې کومک کوي.
  • سرپرست دې وکیل سره په تماس کې راولي. هغوی درته په شریکه د پروسیجر په اړه مشوره درکوي.
  • ستا سرپرست درسره د مکتب په لټون او داخلې اخیستلو کې کومک کوي.
  • که مریض یې نو سرپرست دې درسره کومک کوي.
  • سرپرست دې درسره د فامیل په موندلو کې کومک کوي.

بلجیم کې د ژوند په اړه چې څومره پوښتنې لرې د سرپرست نه دې یې وکړه. ستا خپل وطن کې د ژوند او دلته د سفر په اړه دې سرپرست ته ووایه. په دغې طریقه دې سرپرست یا سرپرسته په بهتره طریقه کومک کولی شي.

آیا د سرپرست په اړه دې کومه پوښتنه لرې؟

د سرپرستۍ خدمت ګوري چې آیا ستا سرپرست خپل کارونه ترسره کوي که نه. ته د سرپرستۍ د خدمت سره په خپله هم تماس نیولی شې که چیرې د هغوی د کارونو په اړه کومه پوښتنه لرې.

آیا د خپل سرپرست سره په کومه خبره کې موافق نه یې؟ د هغې په اړه خپل سرپرست سره خبرې وکړه او/یا سرپرست سره په شریکه د یو حل موندلو لپاره ټولنیز کارمند سره. که ته په خپله یوه شخړه نشې حل کولی، نو د سرپرستۍ خدمت سره تماس ونیسه.

د یوې جدي شخړې په صورت کې به د سولې عدالت مداخله کوي. قاضي ښايي پرېکړه وکړي چې د سرپرستۍ خدمت باندې لازمه ده چې تا لپاره یو نوی سرپرست وټاکي.

ته ځان لپاره خپله یو سرپرست نشې ټاکلی، د سرپرستۍ خدمت تصمیم نیسي.

ایا ته عاجل کومک ته ضرورت لرې، یا په خطر کې یې؟

د پولیسو عاجل شمارې ته زنګ ووهه: 112 یا 101.

 

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرې؟

د سرپرستۍ خدمت

Waterloolaan 115

1000 Brussels

تلیفون: 078 15 43 24

ایمیل: voogdij@just.fgov.be یا tutelles@just.fgov.be

 

What will a guardian do for you ?