ته خپل د بناهندګۍ درخواست درول غواړې

ته نړیوال حفاظت لپاره د خپل درخواست د پروسیجر د درولو پرېکړه کولی شې.

ځینې خلک نړیوال حفاظتلپاره خپل د درخواست پروسیجر د CGVS/CGRAپرېکړې ته د انتظار کولو نه وروسته بس کول غواړي. ولې؟ ځکه چې په هیواد کې یې نور مشکل نه وي او هلته ستنېدل غواړي، یا دا چې په بلجیم کې یې د اقامې اجازه ترلاسه کړې وي (فامیل سره یو ځای کېدل، انتظام، او داسې نور).

CGVS/CGRA

دغه طرزالعمل څنګه ودروو؟

که ته بلجیم نه نور حفاظت لپاره درخواست ورکول نه غواړې، نو لازمه ده چې CGVS/CGRA ته خبر ورکړې. ته یوازینی تن یې چې خپل طرزالعمل درولی شې. ستا وکیل یا بل تن ستا د طرف نه پرېکړه نشي کولی. 

په تا لازمه ده چې د CGVS/CGRA یوه فورمه ډکه کړې. د دغې فورمې د ترلاسه کولو او ډکولو لپاره د خپل ټولنیز کارمند یا خپل وکیل نه د مرستې غوښتنه وکړه. همداراز بلجیم کې ستا په اقامه د عواقبو په اړه ترې پوښتنه وکړه.

کله چې CGVS/CGRA دغه فورمه ترلاسه کړی نو هغه سمدستي د حفاظت طرزالعمل ودروي.

د ډوبلین د طرزالعمل پایلې
مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که تاسو په بلجیم کې د نړیوال خوندیتوب لپاره خپل درخواست ودروئ او بیا په بل هیواد کې درخواست وسپارئ چې د اروپایی اتحادیې غړی وي، د ډوبلین طرزالعمل قوانین پلي کیږي. دا پدې مانا ده چې بلجیم د نړیوال خوندیتوب لپاره ستاسو د درخواست پروسس کولو مسولیت لري. په اصل کې، هغه بل اروپایې هیواد به تاسو بلجیم ته تسلیم کړي.