زما د درخواست لپاره بل اروپايي هیواد مسوول دی

د مهاجرت دفتر ګوري چې بلجیم که بل کوم اروپايي هیواد به نړیوال حفاظت لپاره ستاسو په درخواست کار کوي. دې ته د ډوبلین مقرره' ویل کېږي.

کله چې تاسو بلجیم کې نړیوال حفاظت لپاره درخواست ورکوئ، د مهاجرت دفتر به ګوري چې آیا بلجیم ستاسو په درخواست د کار کولو مسوول دی که نه.

که د اروپايي اتحادیې د مقرراتو (د ډوبلین مقررې) له مخې، بل کوم اروپايي هیواد مسوول وي، تاسو به بېرته هماغه هیواد ته واستول شئ تر څو هغوی ستاسو په درخواست کار وکړي.

کوم هیواد به زما په درخواست کار کوي؟

  • د لومړیتوب په توګه هغه هیواد چیرته چې ته د فامیل غړی لرې کوم چې مخکې نه د مهاجر په صفت قبول شوی وي یا چې روان پروسیجر لري.
  • که تاسو په دغه وضعیت کې د فامیل غړی نلرئ، نو مسوول هیواد بیا هغه دی چیرته چې تاسو د اقامې اجازه یا ویزه لرئ.
  • که تاسو ویزه یا د اقامې اجازه نلرئ (ځکه چې تاسو د اروپا منطقې ته غیر قانوني راننوتي یاست)، مسوول هیواد هغه دی د کوم له لارې چې تاسو اروپا ته راننوتي یاست.

که بل اروپايي هیواد زما د درخواست مسوول وي نو څه به کېږي؟

د مهاجرت دفتر به دغه هیواد نه غوښتنه وکړي چې ستاسو په درخواست کار وکړي. که دغه هیواد موافقه وکړی نو د مهاجرت دفتر به هغه هیواد ته ستا سفر تنظیم کړي.

په کوم حالت کې بلجیم زما په درخواست د کار کولو مسوول وي؟

  • که د اروپايي اتحادیې د قانون معیارونه (د ډوبلین مقرره) ستاسو په وضعیت تطبیق نه کوي
  • که مسوول اروپايي هیواد ستا د پاملرنې کولو نه انکار وکړي
  • که بل اروپايي هیواد مسوول وي خو هلته ستا لېږل کېدل د قبلولو نه 6 میاشتو دننه نه وي ترسره شوي، نو بیا بلجیم په اتومات ډول ستا د درخواست مسوول جوړېږي.

که د مهاجرت دفتر ګومان وکړي چې ته "پټ شوی" یې (یانې په هغه ادرس نه یې چې ورکړی دې دی یا نه پيدا کېږې) یا ته په زندان کې یې، نو دې موده کې تمدید کېږي.

که ته ځانته زیرسن ماشوم یې نو دا مقررات مختلف دي.