CGVS/CGRA سره ستاسو شخصي مرکه

د شخصي مرکې پر مهال تاسو توضیح ورکولی شئ چې ولې مو خپل اصلي وطن پرېښود.

د CGVS/CGRA سره مرکه نړیوال حفاظتلپاره ستاسو په پروسیجر کې یو مهم پړاو دی. د دغې مرکې پر مهال ته په جزییاتو سره توضیح ورکوې چې ولې دې وطن پرېښود او ولې بلجیم کې د حفاظت لپاره درخواست ورکوې. ریښتیا ویل مهم دي!

مرکې لپاره څنګه باید ځان ښه تیار کړې؟

مونږ مشوره درکوو چې مرکې لپاره د خپل وکیل، خپل ټولنیز کارمند، یا یوې ادارې په مرسته ځان تیار کړې. ټول هغه اسناد چې د ثبوت په توګه استعمالېدلی شي تیار کړه.

د CGVS/CGRA وداني
CGVS/CGRA

مرکه څنګه مخته ځي؟

په هغې ورځ چې ستا په بلنه کې ښودل شوې وي ته په بروکسل کې د CGVS/CGRA دفترونو ته ورځې. ته د CGVS/CGRA یو چارواکي ته، په هر څومره جزییاتو کې چې امکان لري، توضیح ورکوي چې ولې د خپل هیواد نه وتښتېدې او د څه پېښېدو نه ډارېږې. ته په ازادۍ خبرې کولی شې، دغه مرکه به په راز کې پاتې کېږي. ته خپل وکیل (ددې سپارښتنه کېږي!) یا یو د اعتماد نفر ځان سره بوتللی شې

د مرکې پر مهال به د CGVS/CGRA چارواکی تانه پوښتنې وکړي. مرکه ښايي ډېر ساعتونه دوام وکړي.

په تا لازمه ده چې ریښتیا ووایې او پوره کوښښ وکړې چې خپل هویت، خپل اصلیت، او بلجیم ته دې سفر ثابت کړې.

که تا د پروسیجر په کوم پړاو کې غلط معلومات ورکړي وي (مثلاً د خپل هویت یا شالید په اړه)، نو بیا هم وخت شته چې د مرکې پر مهال ریښتیا ووایې. دا ستا په ګټه دی.

که داسې اسناد دې ترلاسه کړي وي چې تر اوسه ستا په دوسیه کې نه وي، نو CGVS/CGRA ته استولی شې او یا یې مرکې ته ځان سره وړلی شې.

که ضروري وه نو یو ترجمان به د CGVS/CGRA د چارواکي پوښتنې درته ترجمه کړي. هغه به ستا پوښتنې هم ترجمه کړي. ترجمان د CGVS/CGRA لخوا ټاکل شوی وي او پرې لازمه ده چې د مرکې د رازدارۍ احترام وکړي.

CGVS/CGRA
مرکه

که د دغې مرکې نه وروسته CGVS/CGRA تانه بیا پوښتنې کولو ته اړتیا لري، نو یوه نوې بلنه به درواستوي.

کله چې ته خبرې کوې نو د CGVS/CGRA چارواکی به یاداښتونه اخلي. ته حق لرې چې د دغو یاداښتونو یو نقل ترلاسه کړې، تر څو د خپل وکیل سره بیا وګورې چې کوم څه لیکل شوي هغه صحیح دي که نه او ستا تبصرې CGVS/CGRA ته واستوي.

خپل وکیل نه مشوره غوښتلو کې مه زړه نازړه کېږه.