مقررات چې پابندي یې باید وشي
پناهندګانو باندې لازمه ده چې د استوګنې د مرکز د مقرراتو احترام وکړي.
کله چې تاسو د استوګنې مرکز ته ورسېږئ نو د عملې یو غړی توضیح درکوي چې دغه ځای څنګه فعالیت کوي او د کومو مقرراتو باید پابندي وکړئ. هغوی به یو سند درکړي چې په هغې کې به ټول قوانین لیکلي وي: د کور قوانین. دغه سند په ډېرو ژبو کې موجود دی. دغه سند ډېر ګټور دی او مهمه ده چې تاسو پرې په بشپړه توګه پويي شئ.
دغه مقررات د ځای پاک او مرتب ساتل ممکن کوي. دغه قوانین د اوسېدونکو امنیت هم ممکن کوي، او په هغو خلکو کنټرول لري چې ودانۍ ته ننوځي یا ترې ځي.
د تاوتریخوالۍ یا وسلو لپاره اجازه نشته
د تاوتریخجن کارونه په استوګني مرکز دننه او هم بهر منع دي. چاقوګانې، چاقو ته ورته وسلې یا داسې توکي چې د وسله په توګه وکارول شي منع دي.
د استوګني د مرکز کارمندان کولی شي ستاسو خونه او المارۍ وګوري ترڅو دا بندیز پلي کړي. چاقو ګان او هغه ته ورته وسلي به تل ستاسو څخه ضبط شي. بیرته به هیڅکله درنه کړل شي.
که قوانین تر پښو لاندي کړئ، نو د جدي سزا سره مخ کیږئ: بل استوګني مرکز ته انتقال، د استوګني د شبکې څخه ایستل، یا د پولیسو له خوا تعقیب کېدل. د استوګني مرکز ممکن ځینې معلومات پولیسو او نورو اړوندو (دولتې) ادارو ته هم وسپاري.
که تاسو د استوګني مرکز ته د راتلو پر مهال خطرناکه شیان له ځانه سره ولرئ، نو باید دا شیان د کارکوونکي یو غړي ته یې په هکله رپوټ ورکړئ. د استوګني مرکز به دغه خطرناکه شیان خپل تر واک لاندي واخلي.
بندیزونه
که تاسو د مقرراتو پابندي ونکړئ، نو د استوګنې د مرکز رییس ښايي تاسو ته مجازات درکړي. که تاسو ته د درکړل شوي مجازات سره موافقه نه کوئ، نو تاسو د هغې پرېکړې خلاف درخواست ورکولی شئ.
مجازات او په خلاف یې درخواستونه د کور په قوانینو کې توضیح شوي دي. ستاسو سوشل ورکر هم دغه مقررات درته توضیح کولی شي.
شکایتونه
د کور قوانین دا خبره هم واضحه کوي چې که تاسو د استوګنې مرکز کې د ژوند کولو د شرایطو سره موافقه نه کوئ، نو تاسو د استوګنې د مرکز د شکایتونو د مسوول شخص ته یوشکایت ورکولی شئ.
ستاسو د استوګنې ځای لخوا د ځواب څخه راضي نه یاست؟ تاسو کولۍ شئ د Fedasil و منطقوې ریس ته د info@fedasil.be له لارې شکایت واستوئ.
د فیدازیل د ځواب څخه راضی نه یاست؟ تاسو کولی شئ د شکایاتو فدرالي څیړونکې سره د www.federaalombudsman.be له لارې شکایت درج کړئ.