توقیف

په ځینو خاصو حالتونو کې او د ځینو خاصو شرایطو لاندې، د بلجیم چارواکي ښايي خارجي اتباع په توقیف خانهکې قید کړي.

څوک قید کېدلی شي؟

  1. هغه خارجي اتباع چې قانوني اقامه نلري.

د مهاجرت دفتر هغه خارجي اتباع قید کولی شي چې قانوني اقامه نلري.

که تاسو بلجیم نه د وتلو په امر عمل ونکړئ نو کېدلی شي چې په زور د بلجیم نه وویستل شئ. په نتیجه کې به د مهاجرت دفتر تاسو توقیف خانې یا د استوګنې یونټ ته انتقال کړي.

د پروسیجر پر مهال توقیف

 

2. د پروسیجر پر مهال

د پروسیجر پر مهال یو خارجي تبع ښايي ددې لپاره ونیول شي چې:

  • هویت یا تابعیت یې معلوم او واضح کړی شي،
  • د پټېدو د خطر په صورت کې (تاسو د مهاجرت د دفتر نه ځان پټوې).
  • که عارض په جبري توګه د بېرته استولو د پروګرام لپاره د مخکې نه نیول شوی وي او په توقیف خانه کې فقط ددې هدف لپاره یو نوی درخواست ورکړي چې په جبري توګه بېرته استول کېدل وځنډوي،
  • که د ملي امنیت یا عامه نظم د حفاظت لپاره داسې کول لازمي وي.

یو خارجي تبع د څومره وخت لپاره قید کېدلی شي؟

  • توقیف 2 میاشتې دوام کوي.
  • د ځینو خاصو شرایطو لاندې او که چیرته په جبري توګه بېرته لېږل کېدل په دوه میاشتو کې دننه نشو ترسره کېدلی نو کېدی شي چې دا دوه میاشتې 5 میاشتو ته وغزول شي.
  • که ملي امنیت یا عامه نظم ته خطر موجود وي، نو دا موده ښايي 8 میاشتو ته وغزول شي.
  • د خاصو پروسیجرونو (ډوبلین، په سرحد کې توقیف، وغیره) لپاره د توقیف موده مختلفه ده.