بشري انتطام

تاته د اقامې حق ندی درکړی شوی، خو په کوم مشخص دلیل ته نشې کولی چې خپل اصلي وطن ته بېرته ستون شې. ته د بشري انتظام لپاره درخواست ورکولی شې. انتظام یو استثنايي پروسیجر دی.

د استثنايي شرایطو ثبوت

د بشري انتظام (9bis) د ترلاسه کولو لپاره په تاسو لازمه ده چې وښایاست چې ولې بلجیم کې پاتې کېدل تاسو لپاره یوازینۍ لاره ده. دا کېدی شي له دې امله وي چې:

  • ستا د اقامې پروسیجر په استثنايي ډول اوږد وي
  • ته بې ریاسته یې
  • ستا خپل اصلي وطن ته ستنېدل د نړیوالو بشري حقونو څخه سرغړونه وي

د مهاجرت دفتر د پرېکړې کولو ازاد واک لري چې چاته د بشري انتظام قبولي ورکول کېږي. هر درخواست په انفرادي توګه ارزول کېږي.

شرطونه

انتظام لپاره درخواست ورکولو لپاره درباندې لازمه ده چې

پروسیجر

انتظام لپاره درخواست ضروري ده په هغې ښاروالۍ کې داخل کړې چیرته چې ته ژوند کوې. ښاروالي درخواست د مهاجرت دفتر ته استوي چې هغه پرې بیا پرېکړه کوي.

د انتظام لپاره درخواست باندې زر کار ترسره کېدلی شي، خو زیاته موده هم نیولی شي. په دغه مینځ وخت کې تاسو د اقامې حق او د کار کولو حق نلرئ. 

د CPAS/OCMW لخوا ستاسو ملاتړ نه کېږي او تاسو د فیدازیل لخوا د استوګنېد ځای مستحق نه یاست. که اړینه وه نو تاسو سره به عاجله صحي مرستهوشي.

ایا لا زیاتو معلوماتو یا کومک ته ضرورت لرئ؟

د بشري انتظام د پروسیجر د شروع کولو نه مخکې یو وکیل نه د قانوني مشورې غوښتنه وکړه.