خپل هیواد ته دې بېرته ستنېدل
هغ خلک چې خپل هیواد ته ستنېدل غواړي Fedasil نه د کومک غوښتنه کولی شي.
دا ستاسو خپل انتخاب دی
که ته خپل هیواد ته بېرته ستنېدل غوره کړې، نو دغه داوطلب ستنېدل دي، او نه جبري ستنېدل.
دغه ستاسو خپله پرېکړه ده او ازاد یې چې خپل ذهن بدل کړې او د نه تګ پرېکړه وکړئ.
تاسو د تللو پرېکړه د پناهندګۍ د پروسیجر پر مهال کولی شئ او یا کله چې منفي ځواب درکړی شو. هغه خارجي اتباع چې په بلجیم کې وي او هیڅکله یې حفاظت لپاره درخواست نه وي ورکړی هغوی هم داوطلب ستنېدو کې د مرستې لپاره درخواست ورکولی شي.
که غواړئ داوطلبانه بیرته لاړ شئ، نو تاسو به د بلجیم د خاوري (BGV/OQT) پریښولو لپاره یوه امر ته ضرورت ولرئ. Fedasil کولی شي تاسو سره مرسته وکړي ترڅو د بلجیم له خاورې د وتلو امر غوښتنه وکړئ.

د بېرته تګ لپاره درخواست څنګه کېږي؟
خپل اصلي وطن ته د بېرته ستېندو لپاره تاسوFedasil نه د کومک غوښتنه کولی شئ. فیدازیل ستا د بېرته تګ سفر تنظیموي او پیسې یې ادا کوي. په تاسو لازمه نده چې د الوتکې ټکټ یا د بس ټکټ ورکړئ.د داوطلب بېرته تګ د درخواست یا نورو معلوماتو لپاره تاسو نېغ په نېغه خپل
سوشل ورکر سره تماس نیولی شئ.
که تاسو د استوګنې په مرکز کې نه یاست نو تاسې دې وړیا شمېرې 0800/32 745 ته زنګ وهلی شئ او Fedasil یا کوم شریک دفتر ته تللی شئ.