طبي انتظام

ته جدي مریض یې او په خپل اصلي وطن کې دې تداوي نشي کېدلی. نو ته بلجیم کې پاتې کېدو په خاطر د طبي انتظام درخواست ورکولی شې. انتظام یو استثنايي پروسیجر دی.

بلجیم کې د طبي انتظام (9ter) ترلاسه کولو لپاره، په تا لازمه ده چې

  • یو د هویت سند ولرئ
  • یو طبي سند د مهاجرت د دفتر څخه ولرې چې ستا د ډاکټر لخوا بشپړ کړی شوی وي.
  • طبي سند ثابتوي چې ته جدي مریض یې او دا چې په خپل اصلي وطن کې دې تداوي نشي کېدلی.

د طبي انتظام لپاره پروسیجر: قدم په قدم پلان

  1. ته به خپل درخواست او طبي سند په راجستري پوسټ سره د مهاجرت دفتر ته استوې.
  2. د مهاجرت دفتر ګوري چې آیا ستا درخواست بشپړ دی. د مهاجرت دا هم ګوري چې آیا ته د دغه انتظام مستحق یې. دا د منلو پړاودی.
  • که ستا درخواست د منلو وړ وي: ته د نور تفتیش د مودې پر مهال بلجیم کې پاتې کېدلی شې.
  • ستا درخواست د منلو وړ ندی: تا ته یو منفي ځوابدرکول کېږي.

3. د مهاجرت دفتر ستا درخواست معاینه کوي، دا یې د 'وړتیا' پړاودی.

  • ستا درخواست جواز لري: تا ته به د مؤقت اوسېدو حق درکړی شي.
  • ستا درخواست جواز نلري: تاته به منفي ځواب درکړی شي.

که چیرې ته د نړیوال حفاظت د درخواست ورکوونکي په صفت د CPAS/OCMW لخوا د استوګنې په مرکز یا استوګنځي کې اوسېږې نو ته طبي انتظام (9ter) لپاره درخواست ورکولی شې، دا ستا د استوګنې په حق اغېز کولی شي. 

دې باره کې خپل سوشل ورکر سره خبرې وکړه.