تمدید شوې استوګنه او د بېرته تګ لارې

هغه پناه غوښتونکي چې منفي ځواب ورکړی شوی وي بیا هم 30 ورځو لپاره په استوګنځي کې اوسېدلی شي چې بلجیم نه تګ لپاره ځان تیار کړي.

که تاسو ته منفي ځواب درکړی شوی وي او بلجیم نه تګ درباندې لازمي وي، نو فیدازیل به تاسو د استوګنې یو داسې مرکز ته تګ ته دعوت کړي چیرته چې به تاسو ته خپل وطن ته د ستنېدو په اړه معلومات درکړی شي. د فیدازیل دغه مرکز یوازینی ځای دی چېرته چې تاسو بیا هم استوګنځی او مرسته ترلاسه کولی شئ.

30 ورځې

د فیدازیل په دغه نوي مرکز کې استوګنه زیات نه زیات 30 ورځې ادامه کوي. دغه به یو ازاد مرکز وي او تاسو ورته په ازادۍ تګ راتګ کولی شئ.

په دغه مرکز کې به د فیدازیل یو مقام تاسو ته هغه ټول معلومات درکړي چې تاسو په خپله خوښه وطن ته د ستنېدو لپاره ورته اړتیا لرئ. هغوی به درته تشریح درکړي چې فیدازیل درسره وطن ته په ستنېدو کې څه کومک کولی شي.

که تاسو خپل وطن ته ستنېدل غوره کړل، نو تاسو آزاد یاست چې تر اخري لمحې خپل ذهن بدل کړئ او د نه تللو پرېکړه وکړئ. که ستاسو خپل هیواد ته د ستنېدلو پرېکړه وکړه، نو تاسو به د تګ د وخته پورې په دغه مرکز کې اوسېږئ.

په دغه مرکز کې به د مهاجرت د دفتر یو مقام موجود وي چې ستاسو قضیه به تعقیبوي. که په مرکژ کې د 30 ورځو تېرولو نه وروسته تاسو په خپله خوښه بېرته تګ نه وي غوره کړی او د مرکز نه تللي نه یاست، نو د مهاجرت دفتر ښايي تاسو زور بلجیم نه تګ ته اړباسي (په زور ستنېدل).