د بلجیم د سیمې د خوشې کولو امر

که نړیوال حفاظت لپاره ستاسو درخواست رد شو، نو تاسو ته به یو امر درکړی شي چې د بلجیم سیمه خوشې کړئ. په تاسو لازمه ده چې بلجیم نه لاړ شئ.

د مهاجرت دفتر به درته د بلجیم د خوشې کولو امر (BGV/OQT) د راجستر خط او یا د عملې د یو غړي له لارې درواستوي. ښارواليبه دې بیا د لومړي ملاقات لپاره احضار کړي. دغې ملاقات ته خپل د هویت اسناد او 3 د پاسپورټ عکسونه ځان سره یوسه.

کله د بلجیم پرېښودلو ته اړتیا لرې؟

BGV/OQT درته یوه خاص موده مشخصه کوي چې په هغې کې ته په خپله خوښه د سیمې نه تللی شې. ښاروالي به دې د دویم ملاقات لپاره احضار کړي. په دویم ملاقات کې لازمه ده چې د هغوی قدمونو توضیح ورکړئ کوم چې تا خپل اصلي هیواد ته د داوطلب ستنېدنې لپاره اخیستي وي. 

که د ښاروالۍ څخه درغلو احضارونو ته ورنشې نو څه به کېږي؟

ښاروالي به بیا ستا د اوسېدنې د ځای په اړه تفتیش کوي. دا حقیقت چې ته ورنشې د ځان پټولو خطر ګڼل کېدلی شي. ته د توقیف کېدو د خطر سره مخ کېږې.

که ته د ښودل شوې مودې دننه بلجیم نه لاړ نشې

د مهاجرت دفتر په ځینو خاصو شرایطو کې تا په یوه توقیف خانه توقیف کولی شي او کولی شي چې د بلجیم د سیمې نه دې جبري ډیپورټ کړي.

سیمې نه د تللو د ضرب الاجل د تېرېدو نه وروسته به پولیس ستا ادرس ګوري چې آیا ته تللی یې که نه. دا د ادرس چیک کول بلل کېږي.

پولیس یوازې په هغه صورت کې ستا کور ته داخلېدلی شي چې:

  • د تالاشۍ امر ورسره وي
  • تا د پولیسو ورننوتلو ته اجازه ورکړې وي

که ته د ښودل شوې مودې دننه بلجیم نه نشې تللی

په استثنايي شرایطو کې د سیمې د خوشې کولو د مودې د تمدید لپاره درخواست ورکولی شې، د بېلګې په توګه له دې امله چې ته ډېر مریض یې او په خپله خوښه بلجیم نه نشې تللی.

ته دې لپاره هم د ضرب الاجل د تمدید غوښتنه کولی شې تر څو ستا اصلي وطن ته خپله داوطلب ستنېدنه نوره تنظیم او ترتیب کړې.

BGV/OQT خلاف د اپیل درخواست ورکول

تاسو ددې پرېکړې خلاف RvV/CCE ته د اپیل درخواست کولی شئ. د دغې اپیل پر مهال ته د هیواد نه ایستل کېدلی شې. د اپيل د پروسیجر د شروع کولو نه مخکې تل یو وکیل نه د قانوني مشورې غوښتنه وکړه.